ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سعودي د ٥٠٠ ميليارد ډالرو په لګښت د هوا له ککړتيا پاک ښار جوړوي

سعودي د ٥٠٠ ميليارد ډالرو په لګښت د هوا له ککړتيا پاک ښار جوړوي

author avatar
11 Jan 2021 - 15:14
سعودي د ٥٠٠ ميليارد ډالرو په لګښت د هوا له ککړتيا پاک ښار جوړوي
author avatar
11 Jan 2021 - 15:14

کابل  (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٩): سعودي عربستان د ٥٠٠ ميليارده ډالرو په لګښت د يوه داسې ښار جوړولو اعلان کړى چې په کې به نه موټر وي او نه هم سړکونه.

سعودي رسنيو خبر ورکړى چې وليعهد محمد بن سلمان د دې پروژې پرانيستې پر مهال ويلي چې د دغه ښارګوټي په جوړولو کې به ٣٨٠زره کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.

سرچينې زياته کړې چې دغه ښار په ١٧٠ کيلومتره ساحه کې جوړېږي چې د شاوخوا  يو ميليون کسانو د اوسېدو ظرفيت به ولري.

شهزاد محمد بن سلمان ويلي چې د روان زېږديز کال په لومړيو درېيو مياشتو کې به د دغه نوي ښار جوړولو چارې پيل شي.

هغه زياته کړې چې دغه ښار به د هوا له ککړتيا پاک وي، نه به په کې موټر چلېږي او نه به هم سړکونه ولري.

د نوموړي په وينا، دا اړين نه دي چې د پرمختګ لپاره دې له داسې شيانو استفاده وشي چې د هوا ککړتيا لامل کېږي.

دى وايي چې په دغه ښار کې به له داسې انرژۍ استفاده کېږي چې فضا به یې سل په سلو کې له کاربن او ککړتیا پاکه وي.

د يادونې ده، دغه ښار د سعودي عربستان په شمال لوېديځه العلا سيمه کې جوړېږي.

Visits: 2654

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.