ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره د خرې  شیدو ګټورتوب علمي اساس نه لري

د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره د خرې  شیدو ګټورتوب علمي اساس نه لري

author avatar
14 Jan 2021 - 16:32
د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره د خرې  شیدو ګټورتوب علمي اساس نه لري
author avatar
14 Jan 2021 - 16:32

کابل (پژواک،٢۵مرغومی ٩٩): ځینې فېسبوک کاروونکي داسې مهال د کرونا ناروغۍ لباره د خرې د شیدو د ګټورتوب اړوند پوسټونه خپروي ډاکتران وايي چې تر اوسه له طبي لحاظه د کرونا ناروغۍ لپاره د خرې د شیدو ګټورتوب نه دی ثابت شوی.

په دې وروستیو کې د مجازي پاڼو ځینو کاروونکو هغه مهال د کرونا ویروس لپاره د خرې د شیدو د ګټورتوب اړوند پیغامونه خپاره کړل چې د هېواد ځينو رسنیو د «په البانیا کې د کوویډ ــ۱۹ ناروغۍ لپاره د خرې د شیدو ګټورتوب او استفاده» په نوم راپور خپور کړ.

خامه پرس خبري اژانس د «په البانیا کې کرونا؛ د خرې شیدو ته تقاضا د پام وړ ډېره شوې» په نوم، (AfgNews.net) خبري سایټ د «ولې په البانیا کې د خرې د شیدو بازار ګرم شوی؟» په نوم، امریکا غږ  (VOA) پر خپله ټویټر پاڼه د «د البانیا اوسېدونکي باور لري چې د خرې شیدې د بدن د معافیت د لوړوالي لپاره ګتورې دي.» په نوم او (Insights today) فېسبوک پاڼې د «ولې په البانیا هېواد کې د خرې د شیدو بازار ګرم شوی دی؟» په نوم مطالب خپاره کړي دي.

د فېسبوک کاروونکو له خوا د دغه مطلب خپرول

د یاسین اژند په نوم فېسبوک کاروونکي پر خپله فېسبوک پاڼه «د خرې شیدې کرونا ناروغۍ ته ګټه لري!» په نوم مطلب خپور کړی دی.

هغه لیکلي: اوس د خرې یو لېتر شیدې په ۵۰ یورو چې معادل یې ۳۶۰۰ افغانۍ دي پلورل کېږي.

 

 

 

 

ځینو فېسبوک کاروونکو په یو ډول یاده موضوع تایید کړې خو ځینو نورو له مسخرې ډک ځواب ورکړی او یو ډول یې پرې مسخره کړې ده.

د شجاع الدین شجاع په نوم فېسبوک کاروونکي د دغه پوسټ په پای کې لیکلي: ((کلونه کېږي چې په ایران کې د خرې شیدې د غوا د شیدو په پرتله څو برابره په لوړه بیه پلورل کېږي، زه چې کله په ایران کې وم یوه کیلو د غوا شیدې په زر تومان وې، خو د خرې شیدې یوه کیلو په ۶۰ زره تومانه پلورل کېدي، هغه وخت د کرونا خبر نه و خو ویل کېدل چې د ویټامینونو ستره سرچینه ده او موږ یوازې ورته حیران وو.))

ځینې نورو فېسبوک کاروونکو دغه موضوع په مسخره ډوله شکل ترتیب او له دوستانو سره شرکه کړې ده.

حفیظ صمدي افشار پر خپله فېسبوک پاڼه «د کرونا په اوج کې خر څومره محترم شوی دی» په نوم یو مطلب له دوستانو سره شریک کړی او لیکلي یې دي، له بار وړلو معاف  شوي او د غوا په څېر یوازې خوراک کوي او کار نه کوي، له شیدو یې د بدن د تقویې او کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره استفاده کېږي.

په طبابت کې هم د کرونا لپاره د دغو شیدو اغېز نه دی ثابت شوی

په کابل کې د علي جناح روغتون رییس ابوزر متقي پژواک ته وویل چې د کرونا له واکسینو پرته چې تازه تایید شوي، هيڅ شی نه شي کولای د دغې ناروغۍ درملنې لپاره کټور تمام شي.

د روغتیايي چارو دغه پوه د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل، ځینې کسان د خلکو له خوشباورۍ په ناوړه ګټې اخیستنې، داسې اوازې خپروي.

په ورته مهال د افغان-جاپان روغتون پخواني رییس ډاکتر حکیم الله صالح هم په دې اړه خپاره شوي مطالب چې د کرونا درملنې لپاره د مرکب له شیدو ګټه اخيستل اغېزمن دي، اوازه بولي.

هغه زیاته کړه: «د فېسبوک کارونکو له خوا خپاره شوي خبرونه، د دې په اړه چې د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره د خرې شیدې ګټورې دي، هېڅ کوم علمي او روغتیایي اړخ نه لري؛ نو د مرکب له شیدو ګټه اخیستل نه یوازې ګته نه لري، بلکې خلکو ته اندېښنه پیدا کوي.»

د عامې روغتیا وزات: له واکسین پرته د کرونا ویروس درملنې لپاره هېڅ درمل نه دي جوړ شوي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستالې معصومې جعفري پژواک ته وویل، تر اوسه داسې علمي اسناد نشته چې د مرکب له شیدو ګټه اخیستل د کرونا درملنې لپاره ګټور وي.

هغې وویل چې تر دې دمه له واکسین پرته د کرونا ویروس درملنې لپاره په نړۍ کې هېڅ اغېزمن او خوندي درمل نه دي جوړ شوي.

نوموړې زیاته کړه چې په نړۍ کې ډېرې عملي ازمایښتونه ترسره شوي؛ خو تر دې مهاله څېړونکي نه دې توانېدلې څو د دې ناروغۍ درملنې لپاره کوم درمل کشف کړي.

نوموړي هم له خلکو وغوښتل چې پر داسې اوازو باور ونه کړي او روغتیایي سپارښتنې په کلکه مراعات کړي.

Visits: 392

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.