ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا کانګرس د دويم ځل لپاره ولسمشر ټرمپ استيضاح کړ

د امريکا کانګرس د دويم ځل لپاره ولسمشر ټرمپ استيضاح کړ

author avatar
14 Jan 2021 - 11:02
د امريکا کانګرس د دويم ځل لپاره ولسمشر ټرمپ استيضاح کړ
author avatar
14 Jan 2021 - 11:02

کابل (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٩) : د امریکا د کانګرس د استازو خونې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اعتراض کوونکو د هڅونې په تور چې د کانګرس پر ودانۍ باندې یې مرګونى یرغل وکړ، استیضاح کړ.

د امریکا غږ د راپور له مخې، د کانګرس د استازو خونې پرون په رايې اچونه کې ۲۳۲ استازي د ټرمپ د استیضاح کولو پلوي او ۱۹۷ استازي يې مخالف وو.

د راپور له مخې، د ولسمشر ټرمپ لس تنو ګوندي ملګرو یعني جمهوري غوښتونکو هم د هغه استيضاح کولو ته رایه ورکړې ده.

ډونالد ټرمپ چې یواځې یوه اوونۍ یې د جمهوري ریاست د دورې پای رسېدو ته پاتې ده، د امریکا د متحده ایالاتو په تاریخ کې لومړنی ولسمشر دی چې دوه ځلې له استیضاح سره مخامخ کیږي.

د استازو د خونې مشرې ننسي پلوسي، ولسمشر ټرمپ “آزادۍ” او “د قانون حاکمیت ته ګواښ” وباله.

خو د جمهوري غوښتونکي استازي جیم جوردن، چې د ټرمپ سخت ملاتړی دی وویل: “استیضاح هېواد نه متحد کوي، دا سیاسي لوبه ده، دموکراټان غواړي جمهور رئیس حذف کړي.”

اوس د سنا وار دی چې پر ولسمشر ټرمپ د لګېدلو تورونو په هکله رای ګیري وکړي، که د سنا مجلس هم دغه لګېدلي تورونه تايید کړي ټرمپ به د تل لپاره په ټاکنو کې له ګډون څخه محروم شي.

د امريکا غږ د راپور له مخې، دې ته په پاملرنې چې یواځې څو ورځې د ټرمپ د کاري دورې پای ته پاتې دي، داسې نه ښکاري چې هغه به د خپلې دورې له پای ته رسېدو ترمخه له سپینې ماڼۍ څخه وتلو ته اړ شي.

له بلې خوا د امریکا سنا چې جمهوري غوښتونکي په کې اکثریت دي ګومان نه کيږي چې تر راتلونکې اوونۍ پورې دې په دې اړه غونډه وکړي.

د استیضاح د تورونو په سند کې راغلي، که ډونالډ ټرمپ ته اجازه ورکړل شي چې کار ته دوام ورکړي هغه ښودلې چې ښایي ملي امنیت، دموکراسۍ او اساسي قانون ته د یو ګواښ په توګه پاتې شي.

د امریکا د استازو خونې د ۲۰۱۹ کال په پای کې هم د ولسمشر ټرمپ د استیضاح کولو طرحه تايید کړې وه، خو ټرمپ د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د سنا له خوا چې جمهوري غوښتونکي په کې اکثریت دي له استیضاح کولو خلاص شو.

Views: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.