ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځدراڼ قوم مشران: بين الافغاني مذاکرات له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي

د ځدراڼ قوم مشران: بين الافغاني مذاکرات له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي

author avatar
14 Jan 2021 - 17:06
د ځدراڼ قوم مشران: بين الافغاني مذاکرات له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي
author avatar
14 Jan 2021 - 17:06

خوست ښار (پژواک، ۲۵ مرغومی ۹۹): د لويې پکتيا د ځدراڼو قوم مشران، سپين ږيري او ځوانان وايي، هغه هيلې چې دوی له حکومت او طالبانو د سولې په برخه کې لرلې، پوره نه شوې او بين الافغاني مذاکرات له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي.

دوی چې شمېر يې سلګونه ته رسېده، دا څرګندونې نن « د مرغومي ۲۵مه» د هغې اعترضيه غونډې پرمهال وکړې، چې د خوست ولايت مقام مخې ته جوړه شوې وه.

دوی خپلو خبرو کې وويل، حکومت دې د لويې پکتيا په ځانګړي ډول د ځدراڼو د قوم مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو ته موقع ورکړي، څو د قومي دود دستور له مخې له طالبانو سره دننه په افغانستان کې د سولې خبرې وکړي.

د ځدراڼو د قوم يوه قومي مشر او په ديني چارو کې د ولسمشر سلاکار مولوي محمد سردار ځدراڼ غونډې ته وويل، خلک نور د حکومت او طالبانو له ځورولو په تنګ شوي او د وينې د درېدو غوښتنه کوي.

د ده په وينا، بين الافغاني مذاکرات دې د دوحې او يا بل پردي هېواد پر ځای دننه په افغانستان کې پيل شي، څو د ټولنې له هر قشر سره سلا او مشوره وشي.

دی زياتوي: ((زموږ هيله دا ده چې طالبانو وروڼو! حکومته! د خدای په خاطر دا مذاکرات په خوست ولايت او په لويه پکتيا کې شروع کړئ. دغه قومونه به د طالبانو نه د حکومت نه د سر په قربانۍ باندې د سولې په پروسه کې ملاتړ کوي او ورسره ولاړ به وي.))

قومي مشر او سپين ږيري عبدالرحمن ځدراڼ بيا غونډې ته وويل، د سولې په راتګ کې د ځنډ او هېواد کې د نورو ستونزو يواځينى لامل د سياسیونو ترمنځ شته اختلافات دي.

هغه زياته کړه، که د شته حکومت چارواکي له شخصي ګټو تېر او په يوه خوله شي، بې له کوم ځنډه به هېواد کې ټولو ستونزو او ناخوالو ته د پای ټکی کېښودل شي.

هغه وايي: ((موجوده د خوست حکومت، موجوده د افغانستان حکومت، دا خلک چې تعليم يې کړی، دوکتورا او ماسټري يې کړې، دا دې سره کېني، يو اتفاق دې شي، طالب خو يې په ما. کرزی يو څه وايي، اشرف غني بل څه وايي، په راډيو کې بل څه وايي، اتڼ يې روان کړی.))

د دې ترڅنګ د دغې غونډې ګډونوالو بله ګيله چې له حکومت يې درلوده، هغه په دولتي ادارو کې د لويې پکتيا په ځانګړي ډول د ځدراڼو د قوم ونډه په نشت حساب دی.

د قاري اسماعيل ځدراڼ په نوم د غونډې يوه ګډونوال وويل چې مرکزي اداره د ځدراڼو د قوم کدرونو په ګومارنه کې د مور او ميرې چلند کوي او هغه وعدې چې دې برخه کې ورسره شوي، يوه هم نه ده عملې شوې.

ده زياته کړه: ((په ټول افغانستان کې د ځدراڼو ۱۳ ولسواليو يو جنرال موږ درلوده، د نور چا سره تعصب هم نه کوو، د يوې ولسوالۍ هومره ولايت دی، ۴۶۰ جنرالان لري، اوس هم دا لړۍ لا روان ده او نور هم ورمعرفي کوې، د جنرالۍ رتبې ورکوې او روانې کړې دې دي.))

د غونډې نورو ګډونوالو بيا خپلو خبرو کې له مرکزي ادارې وغوښتل چې لويې پکتيا په ځانګړي ډول خوست ته دې داسې کس نه رالېږي، چې په اداري فساد او په نورو خيانتونو ککړ وي او همدا ډول د قومونو ترمنځ نفاق ته لمن وهي.

هغوی که څه هم د چا نوم ياد نه کړ، خو ويې ويل چې د خوست ځيني چارواکي په اداري فساد، واک څخه پر ناوړه استفادې او نورو بې عدالتيو کې لاس لري.

Visits: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.