ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فارياب زندان کې د بنديانو د خپلمنځي نښتې له امله شږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د فارياب زندان کې د بنديانو د خپلمنځي نښتې له امله شږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
15 Jan 2021 - 11:32
د فارياب زندان کې د بنديانو د خپلمنځي نښتې له امله شږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
15 Jan 2021 - 11:32

میمنه (پژواک،۲۶مرغومى ۹۹): د فارياب په زندان کې د بنديانو د خپلمنځي نښتې له امله يو بندي وژل شوى او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د فارياب د پوليسو وياند عبدالکریم یورش پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته هغه مهال رامنځته شوه چې په زندان کې د بنديانو ترمنځ لفظي شخړه پيدا شوه.
د نوموړي په خبره، په دغې پېښه کې يو بندي وژل شوى او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د يورش په خبره، بنديانو پلان درلود چې د زندان دروازه ماته کړي او وتښتي، خو د زندان ساتونکو د دغه کار مخه ونيوله .
يوه بله باوري سرچينه چې نه غواړي په ګزارش کې يې نوم خپور شي وايي چې په زندان کې د دوه ګروپونو بنديانو ترمنځ نښته شوې ده.
سرچينې وويل چې نښته هغه مهال رامنځته شوه چې د يوه ګروپ يو هلک هغه بل ګروپ ته لاړ.
دده په خبره، وژل شوى کس عارف نوميده چې د قتل په تور بندي و.
د سرچينې په وينا، چې په دې نښته کې ١٥کسان ټپيان شوي چې زياتره يې د پوليسو پر ډزو ټپيان شوي دي، خو د فارياب پوليس په دې اړه څه نه وايي.

Visits: 148

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.