ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې ترافيکي پېښې مرګ ژوبله اړولې

په هرات کې ترافيکي پېښې مرګ ژوبله اړولې

author avatar
15 Jan 2021 - 11:09
په هرات کې ترافيکي پېښې مرګ ژوبله اړولې
author avatar
15 Jan 2021 - 11:09

هرات(پژواک، ۲۶ مرغومى۹۹): مسوولين وايي چې په هرات کې د ترافيکي پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هرات د والي وياند جیلاني فرهاد پژواک اژانس ته وويل چې تېره ورځ ماښام مهال د هرات- تورغنډۍ پر لاره د “کمرکلاغ” په سيمه کې فلډر او خاور موټرو سره ټکر کړى دى.

دده په خبره، چې په دې پېښه کې يو ماشوم، يوه ښځه او يو نارينه مړه شوي او دوه نور نارينه ټپيان شوي دي.

سرچينې وويل چې د يوتن روغتيايي حالت نازک دى .

د والي وياند وايي چې د پېښې ټول قربانيان د فلډر موټر سپرلۍ دي.

د موټرو ګړندى تګ، د ترافيکي مقراراتو نه مراعت او د لارو خرابوالى ددغه ډول پېښو لامل بلل کيږي.

Visits: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.