ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې دوه ښځې قاضیانې وژل شوې او یوه بله ټپي ده

په کابل ښار کې دوه ښځې قاضیانې وژل شوې او یوه بله ټپي ده

لومړی تعقیب- کابل (پژواک، ۲۸ مرغومى ۹۹): ستره محکمه وایي چې نن سهار په کابل ښار کې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې د دې ادارې دوه مسلکي غړې ووژل شوې او موټر چلوونکی یې ټپي شوی دی.

د سترې محکمې ویاند قاضي فهیم قویم یاده پېښه پژواک ته تایید او زیاته یې کړه چې ذکیه هروي او قدریه یاسیني له هغو تجربه لرونکو قاضیانو څخه وې چې له څو کلونو راهیسې یې د دغې ادارې په یوه مرکزي ریاست کې د قاضیانو په توګه دندې ترسره کولې.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وویل چې دغه پېښه نن ۸:۳۰دقیقې د لسمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه فتح الله په لسم سړک رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاتوي چې د ناپېژداندو وسله والو په دغه برید کې دوه ښځې قاضیانې وژل شوې او یوه بله ټپي شوې ده.

په ورته مهال، د دې برید عیني شاهدان وایي چې درېیو موټر سایکل سپرو پر یوه کرولا موټر چې دوه مېرمنې او یو موټر چلوونکی په کې سپاره وو، ډزې وکړې.

دغو شاهدانو ویلي چې د دغو ډزو په پایله کې دوه ښځې چې په ستر محکمه کې یې د قاضیانو په توګه دندې ترسره کولې؛ ووژل شوې او یو بل کس ټپي شوی دی.

عیني شاهد قیس احمد چې د قلعه فتح الله په لسم سړک کې د یادې پېښې د یوې قرباني ګانډی دی پژواک ته وویل چې درېیو موټر سایکل سپر پر یوه کرولا موټر چې قاضیانې په کې سپرې وې؛ ډزې وکړې.

هغه زیاته کړه: «پر موټر سایکل سپاره بریدګر له ډزو وروسته وتښتېدل؛ خو پر عمومي سړک د هغوی دوه کسان په یوه نقریي کرولا موټر کې سپاره شول او یوه بل کس پر موټر سایکل وتښتېد .»

د قاضي ذکیې ورور چې نه یې غوښتل له رسنیو سره خبرې وکړي؛ په ژړغوني غږ وویل: ((خدای دې تباه کړي چې موږ یې تباه کړو.))

د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار د نن ورځې پېښه وغندله او ويې ویل چې مخالفین د څو ښځو په وژلو سره د افغانستان د مېرمنو غږ نه شي غلی کولای.

هغه په ټینګار وويل چې مېرمنې به خپلو مبارزو ته دوام ورکوي، له حکومته يې وغوښتل چې د دې قضیې عاملان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم نننۍ پېښه چې په کې دوه ښځې قاضیانې ووژل شوې د یوې خبرپاڼې په خپرولو غندلې ده.

په خبرپاڼه کې چې پژواک ته رسېدلې راغلي، ولسمشر غني په کابل ښار کې د دوو ښځو قاضیانو وژل کېدل غندلي او اړوندو بنسټونو ته یې لارښونه وکړه څو دغه قضیه تعقیب، عاملین یې ونیسي او جزا ورکړي.

غني ویلي: «پر ښځه، ماشوم، عالم، متنفذ او هر بل افغان برید، په حقیقت کې د افغانستان پر عزت او عظمت برید دی؛ خو له خدایه نه وېرېدونکو یرغلګرو نن سهار په کابل ښار کې پر ښځو قاضیانو د برید له امله، دوى هغوی شهیدانې او دوه نور کسان یې ټپیان کړل.»

په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د افغانستان جمهوري دولت یوځل بیا په ټینګار او تکرار پر طالبانو غږ کوي چې زور، ترور، وحشت او جنایت، د ستونزې د حل لار نه ده او د هېواد شته جګړه او ناورین سخت او اوږدوي، نو د دایمي اوربند په منلو سره، د سولې په اړه خپله رښتینې اراده ښکاره کړئ.»

سرچینې لیکلي چې ولسمشر غني اړوندو بنسټونو ته لارښونه کړې څو ژر تر ژره د یادې پېښې عاملین معلوم او جزا ورکړي.

تردې مهاله د یادې پېښې مسوولیت چا پر نه دى منلى.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې هدفي وژنې ډېرې شوې او دغه چاره د کابل ښاریانو د اندېښنې سبب شوې ده.

کابل ښار تېره ورځ هم د پولیسو قوماندانۍ د امنیتي چارو د مرستیال محمد نبي بیان پر موټر د چسپکي ماین چاودنې شاهد و چې په پايله کې يې د پولیسو دوه سرتېري ووژل شول او یو بل ټي شو.

Visits: 89

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.