ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه: له ۹۱ او ۹۲ کودونو دوه میلیارده افغانۍ د ولسي جرګې د تصمیم خلاف مصرف شوې دي

ولسي جرګه: له ۹۱ او ۹۲ کودونو دوه میلیارده افغانۍ د ولسي جرګې د تصمیم خلاف مصرف شوې دي

کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۹): د ولسي جرګې ځينې غړي له ۹۱ او ۹۲ کودونو څخه مصرف او تعدیلات د اندېښنې وړ وبلل او غوښتنه یې وکړه چې د مالیې وزارت وزیر او نور مسوولین دې په یاده برخه کې د ځواب ورکولو لپاره استجواب شي.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون منشي سید عظیم کبرزاني نن د دې جرګې عمومي ناستې ته راپور وړاندې کړ او ويې ویل، د ۱۳۹۸ کال د بودیجې په سند کې په ۹۱ کود کې د ولسي جرګې له خوا یو میلیارد افغانۍ تایید شوې وې، خو حکومت یو میلیارد او ۸۳۰ میلیون افغانۍ له نورو کودونو څخه دغه کود ته تعدیل کړې دي.

په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د ۹۱ کود د پیسو د تعدیل جدولونه له مکتوب سره یوځای د روان کال د مرغومي په ۱۶مه د ولسي جرګې دارالانشا ته لېږلي دي.

د یادو جدولونو له ډلې د «د ادارو د ونډې په تفکیک له ۹۱ کود څخه تعدیل» په نوم مکتوب کې د اتو ادارو د پیسو اندازه مشخصه شوې ده.

جدول په ډاګه کوي چې له یادو پیسو څخه تر ۶۷ سلنه ډېرې دوو ادارو (د چارو ادارې او ملي امنیت عمومي ریاست) ته تعدیل شوې دي.

دغه راز د «لګښتونو د کټګوریو په تفکیک له ۹۱ کود څخه تعدیل» په نوم دویم جدول ښيي چې له یادو پیسو تر ټولو ډېرې په اپراتیفي برخه کې مصرف شوې دي.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون منشي سید عظیم کبرزاني وویل، مالیې وزارت له ۹۱ کودونو څخه د یادو پیسو د مصرف په اړه جزيیات نه دي ورکړي او عمومي معلومات دي چې د تفتیش ادارې وړاندې کړي دي.

د ولسي جرګې مالي او بودیجې کمېسیون رییس میر افغان صافي د روان کال د مرغومي په ۲۳ مه خبري ناستې ته ویلي و، دغه کمېسیون په تېره یوه میاشت کې درې ځله په لیکلې بڼه له مالیې وزارته غوښتي چې په ۱۳۹۸ مالي کال کې له (۹۱ او ۹۲) کودونه څخه د خپلو لګښتونو په اړه معلومات ورکړي، خو یاد وزارت په دې اړه ځواب نه دی ورکړی.

هغه دغه راز ویلي و چې مالیې وزارت په تېره یوه میاشت کې یوازې د ۱۳۹۹ مالي کال د ۹۱ او ۹۲ کودونو د مصرفونو په اړه یاد کمېسیون ته راپور وړاندې کړی او که د ۱۳۹۸ مالي کال د لګښتونو په اړه معلومات ور نه کړي د مالیې وزیر د استیضاح لامل به شي.

هغه زیاته کړه، مالیې وزارت په ۱۳۹۹ کال کې د ۹۱ او ۹۲ کودونو لګښتونه له دغه کمېسیون سره شریک کړي او د ۱۳۹۸ کال مصارف د ۱۳۹۸ کال په قطعیه کې شامل دي چې مخکې د ولسي جرګې د تفتیش ادارې ته وړاندې شوي او په دې اړه د تالار په داخل کې هم خبرې شوې دي.

ځدراڼ ویلي وو، هر کله چې د ولسي جرګې مالي او بودیجې کمېسیون په مشخصو مواردو کې اطلاعاتو ته اړتیا ولري دغه وزارت حاضر دی چې په دې اړه له یاد کمېسیون سره همکاري وکړي او یاد موضوع باید سیاسي نه شي.

کبرزاني د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې وویل، ولسي جرګې په ۱۳۹۸ کال کې د ۹۲ کود لپاره هم یو میلیارد افغانۍ په پام کې نیولې وې، خو حکومت د دې جرګې له تایید پرته ۱۷۰ میلیون افغانۍ له نورو کودونو څخه ۹۲ کود ته تعدیل کړې دي.

نوموړي په دې اړه جزیيات ورنه کړل خو ټینګار یې وکړ چې د مالیې وزارت له خوا یاد تعدیلات د قانون خلاف دي او جرګه باید په دې اړه تصمیم ونیسي.

د جرګې یو شمېر غړو له یادو احتیاطي کودونو د مصرف او تعدیلاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او غوښتنه یې وکړه چې د مالیې وزیر او د دغه وزارت نور مسوولین دې ولسي جرګې ته د ځواب ورکولو لپاره استجواب شي.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني هم وویل، د بودیجې په سند کې د تعدیلاتو راوستل د ولسي جرګې صلاحیت دی او مالیه وزارت باید په خپل سر یادو کودونو ته ځانګړې شوې پیسې له یوه کود څخه بل ته نه وای تعدیل کړې.

د نوموړي په خبره، له ۹۱ کود څخه په داسې حال کې سلګونه میلیونه افغانۍ د اوپراتیفي پیسو په نوم استفاده شوې چې ولسي جرګې په ۱۳۹۸ کال کې د امنیتي ادارو لپاره اوپراتیفي پیسې په پام کې نیولې وې.

رحماني د ولسي جرګې مالي او بودیجې کمېسیون ته دنده ورکړه چې د جرګې عمومي ناستې ته په دې اړه د تصمیم نیولو لپاره مشخصه طرحه وړاندې کړي.

د جرګې په نننۍ ناسته کې د دې جرګې یو شمېر غړو وویل، که د ۱۴۰۰ کال په بودیجه کې توازن په پام کې ونه نیول شي، د ښوونکو، مامورینو، اجیرانو او سرتېرو معاشونه لوړ نه شي او هغه نیمه کاره پروژې چې د بودیجې له سند څخه لرې شوې بېرته په طرحه کې شاملې نه شي د بودیجې سند به تصویب نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې هم د بېلا بېلو لاملونو له امله دوه ځله د ۱۴۰۰ کال د بودیجې سند رد کړی دی.

Visits: 48

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.