ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې دوو نوو غړو لوړه وکړه

د ولسي جرګې دوو نوو غړو لوړه وکړه

author avatar
20 Jan 2021 - 15:03
د ولسي جرګې دوو نوو غړو لوړه وکړه
author avatar
20 Jan 2021 - 15:03

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۹): د ولسي جرګې د دوو غړو (له کندهاره روح الله خانزاده او له لوګر څخه خالد مومند) له استعفا وروسته نن د دغو لایتونو دوو مخکښو نوماندانو عبدالخالق بالاکرزي او محمد صدیق حسن زاده د وفادارۍ لوړه وکړه او کار یې پیل کړ.

د اساسي قانون په ۱۰۸مه ماده کې راغلي: «د ملي شورا غړي د مړینې، استعفا، عزل او یا د داسې معولېدو او معیوبېدو په صورت کې چې د تل لپاره د دندې ترسره کولو خنډ شي، د پاتي نقنیني دورې لپاره د نوي استازي ټاکل د قانون له حکمونو سره سم ترسره کېږي.»

د ټاکنو قانون د ۵۰مې مادې درېیمې فقرې له مخې، هغه کس چې له ولسي جرګې استعفا ورکوي او یا مړ کېږي، د هغه ځای ناستي لپاره یادې جرګې ته هغه کس ور پېژندل کېږي چې له هماغه ولایته یې د دې جرګې په تېرو ټاکنو کې تر نورو ډېرې رایې ګټلې وي.

دوه ورځې وړاندې (د مرغومي ۲۸مه) د ټاکنو خپلواک کمېسیون دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ پژواک ته ویلي وو، په ولسي جرګه کې د کندهار خلکو پخواني استازي روح الله خانزاده او د لوګر خلکو پخواني استازي خالد مومند استعفاوې د جرګې دارالانشا له لارې یاد کمېسیون ته سپارل شوې او هغوی ته یې ټاکنیزه وثیقه ورکړې ده.

په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو پخواني استازي خالد مومند پژواک اژانس ته وویلي وو چې د کورنیو ستونزو له امله یې په دې جرګه کې د روان کال د مرغومي په ۲۰مه استعفا وړاندې کړې او ټاکل شوې له هېواده بهر ولاړ شي.

د محمد صدیق حسن زداه د معلوماتو له مخې، هغه په ۱۳۴۶ کال کې په لوګر کې زېږېدلی، د اقتصاد په برخه کې یې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې دي او له ۳۱ کلونو ډېر یې په مختلفو حکومتي برخو کې دندې ترسره کړې دي.

د ولسي جرګې ریاست دفتر معلوماتو پر بنسټ، په دې جرګه کې د کندهار خلکو مخکني استازي روح الله خانزاده د والي په توګه له ټاکل کېدو وروسته، د روان کال د مرغومي په لسمه نېټه د یادې جرګې له غړیتوبه استعفا کړې ده.

د یادونې ده، عبدالخالق بالاکرزي د ملي شورا په شپاړسمه تقنیني دوره کې هم د ولسي جرګې غړیتوب درلود او د محمد صدیق حسن زاده دا لومړی ځل دی چې دې جرګې ته لار مومي.

Visits: 69

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.