ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سعودي له افغانستان سره د تحصیلي بورسونو زیاتولو برخه کې ژمنه وکړه

سعودي له افغانستان سره د تحصیلي بورسونو زیاتولو برخه کې ژمنه وکړه

author avatar
22 Jan 2021 - 14:24
سعودي له افغانستان سره د تحصیلي بورسونو زیاتولو برخه کې ژمنه وکړه
author avatar
22 Jan 2021 - 14:24

کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۹۹): د سعودي عربستان د پوهنې وزیر د افغانستان بهرنيو چارو له وزیر سره د ليدنې پر مهال د لیسانس او ماسټرۍ په برخو کې د تحصيلي بورسونو زیاتولو او د افغانانو لپاره د مسلکي او تخصصي زده کړو لارو چارو برابرولو چمتووالی وښود.

د بهرنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره پژواک ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له سعودي عربستانه د رسمي لیدنې پر مهال د سعودي عربستان د پوهنې وزیر ‌‌‌‌‌‌ډاکتر حمد بن محمد ال شیخ سره وکتل.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د پوهنې او روزنې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

سرچينه زياتوي، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير اتمر په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د پوهنې او د افغان زده کوونکو لپاره د تحصلي بورسونو برابرولو له امله له کوربه هېواد څخه مننه وکړه او په مسلکي، علمي او تخنیکي څانګو کې د همکاریو پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د سعودي عربستان د پوهنې وزير ډاکتر حمد بن محمد ال شیخ د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د ليدنې پر مهال وویل: “غواړو نوي فصل ته د افغانستان د لېږد په برخه کې ستاسو همکار وو.”

سرچينه زياتوي، د سعودي عربستان د پوهنې وزیر د لیسانس او ماسټرۍ په برخه کې د تحصیلي بورسونو زیاتېدو او همدارنګه د افغانانو لپاره د مسلکي او تخصصي زده کړو زمینې برابرولو په موخه خپل چمتووالی وښود.

د سعودی عربستان د پوهنې وزير ډاکتر حمد بن محمد آل شیخ  وايي: «کولی شو د ښوونکو روزنې او د شته نمونو او تجربو په کارولو سره د تعلیمي برنامو او درسي نصاب پراختیا په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړو.»

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې لیدنې په پای کې دواړو لورو د پوهنې وزارتونو د علمي او ښوونیزو همکاریو پراختیا په موخه د تفاهم سند لاسلیک کړ.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د تفاهم د دغه سند په رڼا کې به د پوهنې برخې مسوولینو او د محصیلنو د پلاوو ترمنځ علمي لیدنې زیاتې شي او په افغانستان کې به د عربي ژبې زده کړې مینوالو ته د ژبې د زده کړې اسانتیاوې رامنځته شي.

Visits: 146

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.