ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مزار ښار اوسېدونکي د نامسوولو وسله والو فعاليتونو ډېرېدو اندېښن کړي

د مزار ښار اوسېدونکي د نامسوولو وسله والو فعاليتونو ډېرېدو اندېښن کړي

author avatar
26 Jan 2021 - 11:52
د مزار ښار اوسېدونکي د نامسوولو وسله والو فعاليتونو ډېرېدو اندېښن کړي
author avatar
26 Jan 2021 - 11:52

مزارشريف (پژواک، ٧ سلواغه ۹۹): د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د  نامسووله وسله والو د فعاليتونو په زياتېدو له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

دوی شکايت کوي چې په وروستيو اوونيو کې مزار ښار کې د غلاوو، وژنو او تښتونو کچه لوړه شوې ده.

د ښاريانو په خبره، د يادو پېښو ډېری عاملين هغه وسله وال ګروپونه دي چې په ناقانونه توګه فعاليت کوي.

د مزارشريف ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکې زرمينه وايي چې په ښار کې د نا پېژاندو وسله والو ګرځېدل پر يوه لوی سرخوږي بدل شوي دي.

هغې پژواک ته وويل چې د ورځې له خوا په ښار کې د يادو ناقانونه وسله والو ګرځېدل او د شپې له خوا هوايي ډزو يې ژوند تريخ کړی دی.

د نوموړې په خبره، د نامسووله وسله والو شتون په مزارښار کې پر يوې لويې ټولنيزې ستونزې بدله شوې چې خلک يې اندېښمن کړي دي.

زرمينه وايي: ((حتی د ښار په مرکزي ساحو کې يو شمېر خلک ليدل کېږي چې شخصي جامې یې پر تن وي او وسلې ورسره وي؛ موږ نه پوهيږو چې حکومت او امنيتي مسئولين يې ولې مخه نه نيسي. يا خو يې زور نه پرې رسېږي او يا هم ورسره يو لاس دي.))

د نوموړې په وينا، ډېری دغه ناقانونه وسله وال له موقع نه په استفادې پر غلاوو، وژنو او تښتونو لاس پورې کوي.

د مزارشريف اوسېدونکی حشمت الله هم اندېښمن دی او وايي که وضعيت همداسې دوام وکړي، نو ښار کې به د جنايي جرمونو کچه نوره هم لوړه شي.

هغه پژواک ته وويل چې ناقانونه وسله وال د خپلو وسلو په زور تورو ښيښو لرونکو موټرو کې ګرځي او خلک ځوروي.

نوموړی زياتوي، خلک په تمه وو چې مزار ښار کې به د امنيتي ميثاق په تطبيق سره وضعيت ښه شي؛ خو بالعکس حالت نور هم خراب شوی دی.

حشمت الله وويل: ((د بلخ چارواکي وايي چې له زورواکو څخه د ناقانونه کړنو نه کولو په موخه تعهد اخلي، زما په نظر دا يو بې ګټې عمل دی، هېڅ نامسوول وسله وال نه مخکې پر خپلې ژمنې درېدلی او نه به هم له دې وروسته په چا صرفه وکړي.))

د مزارشريف دغه اوسېدونکی زياتوي چې حکومت بايد له زورواکو څخه د تعهد اخيستو پر ځای وسلې ټولې کړي او قانون دې پلی کړي.

بلخ کې مدني او ټولنيز فعال عطامحمد ساهو وايي چې په مزارشريف کې د ناقانونه وسله والو د شمېر زياتوالی نېغ په نېغه د بلخ ولايت په ولسواليو کې له روانو جګړو سره تړاو لري.

هغه زياته کړه چې په وروستي يو کال کې د بلخ په ۱۴ ولسواليو کې امنيتي وضعيت ترينګلی شوی دی.

د نوموړي په وينا، په يو شمېر نا امنو ولسواليو کې سيمې د طالبانو لاس ته ورغلي چې له امله يې د يادو سيمو سيمه ييز وسله وال پاڅون کوونکي او سيمه ييز پوليس مزار ښار ته راغلي دي.

ساهو وويل چې اوس همدغه خلک په ښار کې له وسلو سره ګرځي او خلکو ته يې ګڼ مشکلات پيدا کړي دي.

نوموړي وويل: ((د ډېری ولسواليو سيمه ييز پوليس او وسله وال پاڅونکوونکي ښار ته راغلي، دلته يې په بېلابېلو سيمو کې قرارګاوې جوړې کړي او چې کله ښار ته راوځي؛ نو شخصي جامو کې وي او وسلې هم ځان سره ګرځوي.))

هغه وايي چې حکومت بايد د يادو ناقانونه وسله والو د بې وسلې کولو لپاره يو مناسب طرزالعمل جوړ کړي او د هغوی فعاليتونه محدود کړي.

ساهو وايي په وينا، که د يادو ناقانونه وسله والو مخنيوی ونشي؛ نو وضعيت نور هم ورسره کړکېچن کېدای شي.

د بلخ ولايتي شورا هم په مزار کې د نامسووله وسله والو فعاليتونو د زياتېدو په تړاو د خلکو اندېښنې پر ځای بولي.

د بلخ د ولایتي شورا رييس افضل حديد پژواک ته وويل چې هيله لري مزار کې د امنيتي ميثاق په تطبيق سره به د يادو وسله والو د فعاليت مخه ونيول شي.

هغه زياتوي چې حکومت بايد د ټولو ناقانونه وسله والو د بې وسلې کولو او مخنيوي پر وړاندې يو شان او عادلانه عمل وکړي.

حديد وزايي: ((زه د بلخ له مسئولينو هیله کوم چې د امنيتي ميثاق په تطبيق کې دې تور او سپين نه کوي، قانون بايد په ټولو يو شان پلی شي، د ښار وضعيت خراب دی او د بلخ سيمه ييزه اداره بايد هڅه وکړي چې خلکو ته ډاډمنه فضا رامنځته کړي.))

د ولايتي شورا رييس وويل چې د بلخ سيمه ييز مسوولين په ټول قاطعيت سره کار کوي څو د ناقانونه کړنو مخه ونيسي.

د بلخ والي محمد فرهاد عظيمي هم وايي چې مزارښار کې به د امنیتي ميثاق په تطبيق سره وضعيت کې مثبت بدلون راشي.

هغه وايي له هغو نامسووله قوماندانانو يې د کتبي ژمنو اخيستو لړۍ پيل کړې چې وړاندې تر دې يې د مزارښار په جنايي جرمونو او ناقانونه کړنو کې لاس درلود.

د عظيمي په خبره، که هر څوک پر خپلې ژمنې ونه درېږي او له دې وروسته پر ناقانونه کړنو لاس پورې کړي؛ نو جدي او قانوني چلند به ورسره وکړي.

د بلخ امنيه قوماندان سمونوال سيد معراج الدين سادات هم وايي چې مزارښار کې د ناقانونه کړنو او جنايي جرمونو د مخنيوي لپاره يې جدي اقدامات پيل کړي دي.

هغه پژواک ته وويل چې د ښار په ټولو ناحيو کې يې د ګذر وکيلانو په همکارۍ ځانګړي ګروپونه جوړ کړي چې پر وخت به د ناقانونه فعاليتونو په مخنيوي کې له پوليسو سره مرسته کوي.

د  ده په خبره، پوليس او په ټوله کې امنيتي ځواکونه به د هر هغه چا پر وړاندې جدي او قانوني چلند وکړي چې پر ناقانونه کړنو لاس پورې کړي.

Visits: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.