ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوى درستيز: که طالبان سوله نه کوي، نو د جګړې ساحه دې وټاکي

لوى درستيز: که طالبان سوله نه کوي، نو د جګړې ساحه دې وټاکي

author avatar
27 Jan 2021 - 11:47
لوى درستيز: که طالبان سوله نه کوي، نو د جګړې ساحه دې وټاکي
author avatar
27 Jan 2021 - 11:47

کندهار (پژواک، ۸ سلواغه ۹۹): د وسله وال پوځ لوی درستیز وايي، وسله وال دې ملکي وګړي او ټولګټي تاسیسات هدف نه ګرځوي، بلکې له هغو سره دې جګړه وکړي چې پر وړاندې يې ولاړ دي.

لوى درستيز ستر جنرال محمد یاسین ضیا دغه څرګندونې کندهار ته د خپل سفر پر مهال پرون په ارغنداب ولسوالۍ کې وکړې چېرې چې د وسله والو پر وړاندې پراخ عملیات پيل شول.

د ملي دفاع وزارت وايي، چې نوموړی د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو له قوماندان جنرال شفیق الله رسول زي او د کندهار د امنیه قوماندان جنرال تادین خان په ملتیا ارغنداب ولسوالۍ ته ولاړ او هغه سیمې یې ولیدلې چې د وسله والو له شتون څخه پاکې شوې وې.

جنرال یاسین ضیا وویل، کندهار ته یې د سفر موخه د کندهار د امنیتي وضعیت ارزونه او د امنیتي ځواکونو حمایت دی.

نوموړي پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې له شته فرصت څخه ګټه واخلي او روانه بې ځايه جګړه دې ودروي.

هغه زیاته کړه: ((وسله وال باید له هغو سیمو پند واخلي چې د نیولو اراده یې لري، هغوی دې نور د خلکو اولادونه نه تېر باسي، دلته نه جهاد شته او نه بل څه، مجاهدین او د دې خاورې ساتونکي او مدافعین موږ يوو.))

جنرال ضياء وايي، که هغوی رښتیا هم افغانان وي نو له جګړې دې لاس واخلي، خو که له جګړې لاس نه اخلي هم، نو دوی عذر او زارۍ نه ورته کوي، يواځې د جګړې ساحه دې په ګوته کړي.

دی وايي، هغوی ولې عام وګړي او ټولګټې ځایونه هدف ګرځوي، جګړه باید له هغو سره وکړي چې پر وړاندې یې ولاړ دي.

هغه زیاته کړه: ((که وسله وال سوله کوي نو بسم الله او که سوله نه کوي او جګړې ته دوام ورکوي نو بې دفاع ملکي وګړي دې هدف نه ګرځوي، اعلان دې وکړي موږ د جګړې لپاره یوو.))

ده یو ځل بیا ټینګار وکړ چې که وسله وال غواړي په راتلونکې کې د افغانستان خلکو ته مخ ولري نو ملکي وګړي دې هدف نه ګرځوي، دا يوه شرموونکې کړنه ده.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان وايي، په ارغنداب کې یې د پیل شوو عملیاتو په لړ کې چې هوايي بریدونه هم ورسره مل دي، وسله وال له ټولو خووا کلا بند کړي او ژر به دغه ولسوالي د وسله والو له شتونه پاکه شي.

امنیې قوماندانۍ په دې لړ کې یوه خبرتیا هم خپره کړې او په ارغنداب کې له پاتې خلکو یې غوښتي چې له خپلو کورونو دې نه راوځي څو وسله وال ورڅخه د سپر په توګه ګټه پورته نه کړي.

له تېرې ورځې راهیسې په ارغنداب ولسوالۍ کې یو ځل بیا جګړې پیل شوي چې د هوايي بریدونو او چاودونو غږونه ان په ښار کې هم اورېدل کېږي.

د کندهار ښار شمال ته د شاوخوا ۱۰ کیلومتره په واټن دغه ولسوالۍ له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د جګړو شاهده ده چې سلګونه کورنۍ یې د جګړو له امله کندهار ښار ته په کډې کولو مجبور شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي، په ارغنداب، ژېړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې پراخ عملیات روان دي او ژر به دا ولسوالۍ د وسله والو له شتون څخه پاکې شي.

Views: 652

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.