ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو ځینو غوښتنو د سولې خبرې ټکنۍ کړې دي 

د طالبانو ځینو غوښتنو د سولې خبرې ټکنۍ کړې دي 

author avatar
27 Jan 2021 - 18:27
د طالبانو ځینو غوښتنو د سولې خبرې ټکنۍ کړې دي 
author avatar
27 Jan 2021 - 18:27

کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۹۹): هغه څرګندونې تر ډېره سمې دي چې طالبانو د خپلو نورو بندیانو د نه خوشي کېدو او له تور نوملړ څخه یې د مشرانو د نومونو نه ایستلو له امله د سولې دویم پړاو خبرو پرمختګ له ځنډ سره مخ کړی دی.

د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو تر منځ د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه د قطر په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک او له مخې یې د روان کال د وږي په ۲۲مه د سولې بین الافغاني خبرې هم دوحه کې پیل شوې.

د دغو خبرو په لومړي شاوخوا دوه میاشتني پړاو کې یوازې د سولې خبرو پر تګلاره هوکړه وشوه او د دغو خبرو دویم پړاو د مرغومي په ١٧مه پیل شوی، خو ورو، ورو پر مخ ځي او تر اوسه کومه لاسته راوړنه نه لري.

په دویم پړاو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاویو درې ناستې کړې دي، خو د راپورونو له مخې تر ډېره یې تعارفي بڼه لرله او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري په وینا له تېرو لسو ورځو راهیسې یې هېڅ ناسته نه ده کړې.

ادعا: د طالبانو له خوا د هغوی د نورو بندیانو د خوشي کېدو او له تور نوملړڅخه د هغوی د نومونو ایستلو د غوښتنې له امله د سولې خبرې له ځنډ سره مخ شوې دي.

د افغاني رسنیو ځینې راپورونه ښیي چې د سولې خبرې له بندون سره مخ شوي او طالبان ځکه خبرو ته نه حاضرېږي چې د خپلو پاتې شاوخوا ۷۰۰۰ بندیانو او د امریکا له تور نوملړ څخه د طالبانو د مشرانو د نومونو ایستلو په اړه له امریکا سره په چنو وهلو بوخت دي. ځینو نورو سرچینو هم ورته څرګندونې کړي او په دې تړاو یې د ملګرو ملتونو له تور نوملړ څخه هم د طالبانو د ایستلو خبره یاده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالتونو نوي حکومت ویلي چې له طالبانو سره د دغه هېواد تړون ارزونه کوي.

سپیناوی:

په قطر کې يوې باوري سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، داسې معلومات يې ترلاسه کړي چې طالبان د خپلو نورو بنديانو د خوشې کولو او له تور لېست څخه د خپلو مشرانو د نومونو د ايستلو موضوع ته منتظر دي او کېدای شي تر هغه خبرې پیل نه کړي چې په دې تړاو یې ډاډ نه وي تر لاسه کړی.

سرچينې په دې اړه ډېر معلومات ورنه کړل، خو ويې ويل چې طالبان له څه باندې دوو اوونيو راهيسې د دولت له مرکچي پلاوي سره د سولې خبرو د اجنډا په اړه ناستو ته زړه نه ښه کوي.

سرچینه وایي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوى له څه باندې دوو اوونيو راهيسې دوحه کې د سولې خبرو د اجنډا په اړه د بحث پيل ته منتظر دى، خو لا څرګنده نه ده چې د اجنډا پر سر خبرې به کله پیل شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي يوه غړي چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، هم نن (د سلواغې په ٨مه) د یادې سرچینې څرګندونې تایید کړې او زیاته یې کړه چې طالبان د بندیانو د خوشي کېدو او له تور نوملړه د هغوی د نومونو ایستلو غوښتنې له دوى څخه نه، بلکې له امريکا څخه کوي.

خو د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مرکچي پلاوي يو بل غړي غلام فاروق مجروح پژواک ته وویل:«دوی (طالبانو) دغه [د پاتې بندیانو د خوشي کېدو او له تور نوملړه د هغوی د نوم ایستلو] موضوع مطرح کړه، ولې د يوه شرط په ډول يې مطرح نه کړه؛ دوی ويل چې دا کار بايد وشي.»

خو د یاد پلاوي غړې فوزيې کوفي وایي:«په دې اړه په ناستو کې په رسمي ډول د پلاوي غړو ته څه نه دي ويل شوي.»

د سياسی چارو شنونکی نظرمحمد مطمین چې د دوحې خبرې څاري او له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، د یادې موضوع په اړه د پژواک د پوښتنې په ځواب کې وویل:«هو، همدا دوه شرطونه دي او دا ځکه چې دا په هغه تړون کې چې د امريکا او طالبانو تر منځ شوی په هغه کې له طالبانو سره منل شوي دي.

مطمين زیاتوي:«غالباً چې همدغه خبره طالبانو ورته کړې ده، ترڅو چې له تور لېست څخه يې نومونه ونه ايستل شي او د زندانيانو د خلاصون په اړه يې ډاډ تر لاسه نه کړي؛ تر هغه وخته کېدای شي چې مذاکرات همدغسې معلق پاتې شي.

د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو تر منځ د دوحې تړون په یوه برخه کې راغلي:« متحده ايالتونه د اعتماد جوړولو د يوه اقدام په توګه ژمن دي چې د ټولو اړوندو طرفونو په هماهنګي او تاييد، له ټولو طرفونو سره پر يوه پلان سملاسي کار پيل کړي چې جنګي او سياسي بنديان په چټکۍ خوشې شي. تر پنځه زره (۵۰۰۰) پورې د افغانستان اسلامي امارت چې متحده ايالتونه يې د دولت په توګه نه پېژني او د طالبانو په نوم يې پېژني، بنديان او تر زرو (۱۰۰۰) پورې د بلې غاړې بنديان به په ۱۵/رجب / ۱۴۴۱هـ ق – ٢٠ / حوت / ١٣٩٨ هـ ش – ۱۰ / مارچ / ۲۰۲۰م تاريخ، د بين الافغاني مذاکراتو لومړۍ ورځ پورې، خوشې شي. اړوند طرفونه دا هدف لري چې ورپسې درېيو مياشتو کې پاتې ټول بنديان خوشې شي. متحده ايالتونه د دغه هدف د بشپړولو ژمنه کوي.»

په یاده موده کې د بین الافغاني خبرو د مودې نېټې ټاکلو ته په پام باید ټول بندیان د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي تر شلمې خوشي شوي وای، خو د سولې بین الافغاني خبرې شاوخوا څلور نیمې میاشتې مخکې (د روان ۱۳۹۹ کال د وږي په ۲۲مه) د قطر په دوحه کې پیل شوې او تر اوسه د طالبانو شاوخوا پنځه زره او د دولت له شاوخوا زرو بندیانو پرته نور بندیان نه دي خوشي شوي.

دغه راز د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې په تړون کې راغلي:« د بين الافغاني مذاکراتو له پيل سره به متحده ايالتونه د افغانستان اسلامي امارت چې متحده ايالتونه يې د دولت په توګه نه پېژني او د طالبانو په نوم يې پېژني، د غړو په خلاف د متحده ايالتونو د اوسنيو بنديزونو او د جايزې ليست د اداري بيا کتنې بهير په دې هدف پيل کړي چې دغه بنديزونه به د ۸ / محرم / ۱۴۴۲هـ ق – ۶ /سنبله/١٣٩۹ هـ ش – ۲۷ / اګست / ۲۰۲۰م  تاريخ پورې لرې کړي.

د بين الافغاني مذاکراتو له پيل سره به متحده ايالتونه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له نورو غړو او افغانستان سره په دې هدف ديپلوماتيکې هڅې پيل کړي چې د ۶ / شوال / ۱۴۴۱ هـ ق – ٩/ جوزا/ ١٣٩٩ هـ ش – ۲۹ / مې / ۲۰۲۰ م تاريخ پورې د بنديزونو له نوملړ څخه د افغانستان اسلامي امارت چې متحده ايالتونه يې د دولت په توګه نه پېژني او د طالبانو په نوم يې پېژني، د غړو نومونه وايستل شي.»

خو دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه طالبان له تور نوملړ څخه نه دي ایستل شوي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري پژواک ته وویل، د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی تیار دی چې د مقابل لوري د هرې مسالې په اړه بحث او خبرې وکړي، دغه موضوعات د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو او اجنډا یوه برخه کېدای شي.

نوموړې زیاتوي: «د طالبانو بندیان د افغان دولت به زندانونو کې دي چې د خوشې کېدو واک یې له افغان دولت سره دی، دغه راز افغان دولت د ملګرو ملتونو د تعذیراتو له لېسته د طالبانو د نومونو د لرې کولو صلاحت لري، او موږ تیار یو چې پر دغو موضوعاتو له مقابل لوري سره خبرې وکړو.»

پژواک په دې اړه چې ایا د سولې خبرې د طالبانو د یادو شرطونو له امله ټکنی شوې دي که څرنګه، د طالبانو او ملي پخلاینې عالي شورا له ویاندویانو د واټس اپ له لارې وپوښتل خو ځواب یې تر لاسه نه کړ.

پايله: د افغانستان د اسلامي جهوریت ځینو غړو او طالبانو ته یو تن نږدې شنونکی تاییدوي چې د طالبانو د پاتې بندیانو خوشي کېدل او له تور نوملړ څخه د طالبانو نومونه ایستل د طالبانو له خوا په خبرو کې د ځنډ لامل شوي، خو د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي ځینې سرچینې وایي چې طالبانو یاد شرطونه له دوی سره نه دي مطرح کړي. طالبان او د ملي پخلاینې شورا په دې اړه څه نه وایي.

پرېکړه: هغه څرګندونې تر ډېره سمې دي چې طالبانو د خپلو نورو بندیانو د نه خوشي کېدو او له تور نوملړ څخه یې د نومونو نه ایستلو له امله د سولې دویم پړاو خبرو پرمختګ له ځنډ سره مخ کړی دی.

 

Visits: 624

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.