ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې د یوه وکیل درې ساتونکي او یاور نیول شوي

د ولسي جرګې د یوه وکیل درې ساتونکي او یاور نیول شوي

author avatar
28 Jan 2021 - 16:32
د ولسي جرګې د یوه وکیل درې ساتونکي او یاور نیول شوي
author avatar
28 Jan 2021 - 16:32

کابل (پژواک، ٩ سلواغه ۹۹): پولیس خبر ورکوي چې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو د استازي حفیظ الله جلیلي یاور او درې ساتونکي یې د کابل ښار د ۱۳مې ناحیې اړوند سیمه کې د یوه موټر چلوونکي د وهلو ټکولو په تور نیولي دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک ته وویل، د ۱۳مې حوزې اړوند پولیس منسوبینو نن سهار د ولسي جرګې د غړي حفیظ الله جلیلي یاور او درې ساتونکي نیولي دي.

هغه زیاته کړه، نیول شوو کسانو په کابل ښار کې یو موټر چلوونکی وهلی ټکولی و، کله چې سیمې ته پولیس رسېدلي نو له پولیسو سره یې هم شخړه کړې، خو پولیسو یې څلور کسان نیولي دي.

د فرامرز په خبره، له نیول شوو کسانو پوښتنې روانې دي او قضیه یې ارزول کېږي.

حفیظ الله جلیلي په یوه غږیز پیغام کې د ولسي جرګې غړو ته وايي، په ۱۳مه حوزه کې یوه پولیس د نوموړي موټر درولی، له هغه سره یې «بې عزتي» کړې، د نوموړي درې ساتونکي او یو یاور یې نیولي دي.

دی زیاتوي، پولیسو ځکه دغه کار کړی چې په دې وروستیو کې د بودجې په سند کې د توازن لپاره ولسي جرګه له حکومت سره په تقابل کې واقع شوې ده.

هغه له وکیلانو غواړي چې غږ یې پورته کړي او اجازه ور نه کړي چې دغه موضوع رسمي شي؛ ځکه د دې موضوع رسمي کول د ملت د کور عزت ته زیان رسوي.

جلیلي د ولسي جرګې غړو ته په خطاب ویلي: ((که غږ پورته نه کړئ، هره ورځ به موږ او تاسو دروي، لومړۍ او وروستۍ ورځ به نه وي.))

جلیلي د پژواک پرله پسې اړیکې ځواب نه کړې څو په دې اړه نظر ورکړي.

Views: 53

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.