ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې يوې مېرمنې سلګونو نورو ښځو ته د کار کولو زمينه برابره کړې ده

هلمند کې يوې مېرمنې سلګونو نورو ښځو ته د کار کولو زمينه برابره کړې ده

author avatar
31 Jan 2021 - 16:30
هلمند کې يوې مېرمنې سلګونو نورو ښځو ته د کار کولو زمينه برابره کړې ده
author avatar
31 Jan 2021 - 16:30

لښکرګاه (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٩): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې يوې مېرمنې درې سوه نورو بې وزله ښځو ته په خپل شخصي لګښت د کار کولو زمينه برابره کړې ده.

د هلمند د مرکز لښکرګاه اوسېدونکې نسيمې اسحاق زۍ پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په خپل شخصي لګښت يې د ښځو لپاره د کار کولو يو مرکز جوړ کړى دى.

هغې وويل: ((دلته ماسره درې سوه بې وزله مېرمنې کار کوي، دوى په دغه مرکز کې څپلۍ، وړې غالۍ، جامې او افغاني کالي کنډي، ترڅو خپلو کورنيو ته حلاله ډوډۍ پيدا کړي.))

دا وايي چې په دغه مرکز کې جوړ شوي توکي په بازار کې پلوري او بيا دغو ښځو ته د لاس مزدوري يې ورکوي.

دې زياته کړه: ((موږ د لښکرګاه ترڅنګ د دغه مرکز توليدات، کابل، هرات او نورو ولايتونو ته لېږو چې هلته هم ښه بازار لري.))

د ميرمن اسحاق زۍ په وينا،په دغه مرکز کې نږدې ټولې يې بې سرپرسته او بېوزله مېرمنې دي چې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره څوک نه لري.

د همدې مرکز يوې کارکوونکې مروه پژواک ته وويل چې هره ورځ د څلورو ساعتونو لپاره په دغه مرکز کې کار کوي.

هغې وويل: ((کار يې اسانه دى، موږ دلته کار کوو ډېر خوشحاله يو چې يو مړۍ حلاله ډوډۍ پيدا کوو.))

همدرانګه د حسينه په نوم يوې بلې مېرمنې پژواک ته وويل چې تر دې وړاندې د يو مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره حېرانه وه، خو د دې مرکز په جوړېدو سره يې تر ډېره ستونزې هوارې شوې دي.

دې زياته کړه: ((له کومې ورځې چې دلته کار کوم زما په ژوند کې ډېر مثبت بدلون راغلى خپله کولاى شم چې خپلې اقتصادي ستونزې هوارې کړم.))

خو بل لور ته د هلمند د کار او ټولنيزو چارو رييس صديق الله خالقي پژواک ته وويل، که څه هم چې دغه ډول کارونه ښه او تشويقي دي، خو دى يې په اړه خبر نه دى.

ده وويل: ((زه تر اوسه هېڅ پرې خبر نه يم چې دلته داسې يو مرکز جوړ شوى دى، خو که دغسې کارونو کې همغږي وشي، بهتره ده.))

د يادونې ده، دا لومړى ځل دى چې په هلمند کې د يوې مېرمنې له لوري سلګونو نورو مېرمنو ته د کار کولو زمينه برابره کيږي.

د ياد مرکز مسوولين وايي، که چيرې حکومت ورسره همکاري وکړي دوى کولاى شي دغه کار ته پراختيا ورکړي.

Visits: 114

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.