ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دفتر رییس پر موټر چاودنه وشوه

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دفتر رییس پر موټر چاودنه وشوه

کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۹۹): د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دفتر د رییس پر موټر نن سهار د کابل ښار په شهید ځلورلاره کې د ماین چاودنه شوې او بلخوا په پنځمه ناحیه کې د ملي امنیت یو کارکوونکي ترور شوی دی.

د کابل امنیې قوماندانی ویاند فردوس فرامرز وایي چې نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجی د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند په شهید څلورلاره کې پر یوه لنډکروزر موټر چاودنه وشوه خو تلفات نه لري.

خو یوې باوري امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه چاودنه د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دفتر د رییس خشنود نبی زاده پر موټر شوې ده.

دغه سرچینه وایي، تر اوسه معلومه نه ده چې په دې چاودنه کې چا ته زیان رسېدلی او که نه.

هغه دا هم وویل چې نن سهار د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند په ابرسانۍ ساحه کې د ملي امنیت یو کارکوونکی وژل شوی دی.

تر اوسه د یادو دواړو پېښو مسوولیت چا ير غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د کابل ښار د دوولسمې ناحیې اړوند د امنیت ښارګوټي دوه اوسېدونکي ووژل شول.

په دې وروستیو کې په کابل ښار کې هدفي وژنې او د ماین چاودنې ډېرې شوې او د دغو ډېري پېښو مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

Visits: 134

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.