ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تر مۍ وروسته افغانستان کې د ناټو ځواکونو د پاتې کېدو خبر تېراېستونکی دی

تر مۍ وروسته افغانستان کې د ناټو ځواکونو د پاتې کېدو خبر تېراېستونکی دی

author avatar
1 Feb 2021 - 21:24
تر مۍ وروسته افغانستان کې د ناټو ځواکونو د پاتې کېدو خبر تېراېستونکی دی
author avatar
1 Feb 2021 - 21:24

کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۹۹): د ناټو سازمان وایي، تر اوسه یې افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شتون مودې په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې او په دې تړاو د رویټرز خپور شوی راپور تېراېستونکی دی.

ادعا:  رویټرز خبري اژانس تېره ورځ ادعا وکړه چې د ناټو سازمان څلورو سرچینو ورته ویلي چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال له مۍ میاشتې ورسته به یې هم ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.

د امریکا او طالبانو د سولې تړون له مخې – چې د تېر کال د فبرورۍ په ۲۹مه په قطر کې لاسلیک شوی- باید له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د مۍ میاشتې تر وروستې نیټې له افغانستان څخه ووځي.

رویټرز اژانس ته د ناټو یوه چارواکي چې نوم یې نه دی څرګند کړی،‌ ويلي‌ وو‌: “د ایتلاف ځواکونه به د مۍ تر پایه ونه وځي؛ ځکه چې اړین شرایط نه دي برابر شوي‌.”

هغه ویلي و: “په امریکا کې د نوې ادارې په راتګ سره به پالیسي‌ بدلون ومومي او د بېړنیو وتلو مسئله چې حاکمه وه،‌ هغه به حل شي او موږ کولی شو د وتلو یوه ښه او منظمه ستراتیژي وینو.”

د ناټو رسمي غبرګون:

خو د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو سازمان ویاندې میرمن اووانا لونګیسکي (Oana Lungescu) د سلواغې په ۱۳مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناټو تر اوسه افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شتون مودې په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

هغې وویل چې د ناټو د دفاع وزیران به د روانې فبرورۍ میاشتې په اوولسمه او اتلسمه د خپلې دوه ورځنۍ غونډې پر مهال په دې اړه وروستې پرېکړه اعلان کړي.

میرمن اووانا وایي چې د ناټو ماموریت کې کوم بدلون نه دی راغلی. هغه زیاتوي: “موږ د افغانستان د امنیت او له ترهګرو سره د مبارزې لپاره د افغان ځواکونو همکارۍ ته ادامه ورکوو.”

دې زیاته کړه چې دا مهال افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې شاوخوا لس زره سرتیري شته، خو ناټو دا په ډاګه کړې چې په افغانستان کې به یې راتلونکی حضور مشروط وي.

د هغې په وینا، د ناټو ملاتړي د افغانستان ټول حالات ارزوي او د راتلونکي په اړه سلا مشورو ته ادامه ورکوي.

هغه وایي: ” ناټو د سولې پروسې بشپړ ملاتړ ځکه کوي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر پټنځای بدل نه شي او بیا له دې ځایه زموږ پر هېوادونو بریدونه ونه کړي.”

دې زیاته کړه، ناټو پر افغان ښکېلو غاړو غږ کوي چې د سولې له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.

د ناټو ویاندې وویل چې طالبان باید د دوحې تړون له مخې له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړی، تاوتریخوالی کم کړي او معنالرونکو مذاکراتو کې برخه واخلي.

هغې زیاته کړه چې د طالبانو له خوا دوامداره تاوتریخوالي د سولې پروسه زیانمنه کړې ده.

پايله: ځینې سرچینې وایي چې د ناټو ځواکونه به د روان کال تر مۍ میاشتې وروسته هم افغانستان کې پاتې شي، خو ناټو وایي چې تر اوسه یې په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.

ادعا:  رویټرز خبري اژانس راپور خپور کړی چې د ناټو ځواکونه به د ۲۰۲۱ زیږدیز کال له مۍ میاشتې ورسته هم افغانستان کې پاتې شي.

پرېکړه: تر مۍ میاشتې وروسته افغانستان کې د ناټو ځواکونو د پاتې کېدو خبر تېراېستونکی دی.

Visits: 669

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.