ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څېړنه: د غزني ولسي تړون پروګرام يوه کارکوونکي ٤ کاله په جعلي اسنادو دنده ترسره کړې

څېړنه: د غزني ولسي تړون پروګرام يوه کارکوونکي ٤ کاله په جعلي اسنادو دنده ترسره کړې

author avatar
3 Feb 2021 - 14:54
څېړنه: د غزني ولسي تړون پروګرام يوه کارکوونکي ٤ کاله په جعلي اسنادو دنده ترسره کړې
author avatar
3 Feb 2021 - 14:54

کابل (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٩): د پژواک موندنې ښيي چې د غزني ولايت ولسي تړون په پروګرام کې يو کس له تېرو څلورو کلونو راهيسې په جعلي اسنادو او تذکره دنده ترسره کوي او د مياشتې ٥٥٠٠٠ افغانۍ تنخوا هم ترلاسه کوي.

په جعلي اسنادو ګومارل شوى کس څوک دى؟

دغه کس محمود د صاحب خان زوى د امين الله خان لمسى او د ميدان وردګو ولايت د دايميرداد ولسوالۍ د ميران سيمې اوسېدونکى دى.

خو په جعلي اسنادو کې دغه کس احمد ضياء د صاحب خان زوى، د ګل زمان لمسى، د غزني د رشيدانو ولسوالۍ د خوشحال خېلو سيمې اوسېدونکى دى.

پژواک د محمود د اصلي او جعلي تذکرې د کاپي ترڅنګ هغه جعلي اسناد هم ترلاسه کړي چې له مخې يې نوموړى د غزني ولسي تړون په پروګرام کې د څارنې مسوول په توګه ګومارل شوى دى.

نوموړى دا مهال په غزني کې د ولسي تړون پروګرام د څارنې برخې ولايتي مسوول په توګه دنده ترسره کوي او کومې پروژې چې په دغه ولايت کې ترسره کېږي، په اړه يې خپل دفتر ته راپور ورکوي.

په غزني کې د ولسي تړون پروګرام مسوولين هم ياده مسئله تاييدوي؛

په غزني کې د همدغه پروګرام يوه مسوول پژواک ته وويل چې محمود له تېرو څو کلونو راهيسې د څارنې برخې مسوول په توګه په جعلي اسنادو او تذکره کار کوي.

دى وايي: ((څو ځلې موږ کابل ته په دې اړه استعلام لېږلى، خو دغه کس هلته هم واسطه لري او استعلام څوک په سمه توګه نه ځوابوي.))

سرچينه زياتوي چې محمود په کابل کې قوي واسطه لري او په غير مسلکي توګه يې پر دې څوکۍ دنده ترسره کوله.

ده وويل چې پر يادې څوکۍ بايد يو انجنير دنده ترسره کړي خو محمود بيا د غزني مسلم خصوصي پوهنتون د حقوقو له څانګې فارغ شوی دی.

سرچينې په دې اړه چې نوموړى په پروژو کې پر باج اخيستو هم تورن دى؟ وويل: ((بالکل، دا کار هم کوي خو دا کار په ډېره پټه سره کوي، کوشش کوي چې اسناد يې پیدا نه شي، دوی دلته یو باڼد لري، ټول همدا کارونه کوي، خو په دې اړه اسناد نشته.))

دغه راز په غزني کې د مسلم پوهنتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې محمود په ١٣٩٨ کال کې د دغه پوهنتون د حقوقو پوهنځي کې خپلې زده کړې پاى ته رسولې خو تر اوسه يې اسناد له پوهنتون څخه نه دي طى مراحل کړي.

د محمود (احمد ضيا) په تذکره کې مْهر او لاسليک هم جعلي دي

په دې اړه د غزني د نفوسو احوال د ثبت امر اميرمحمد پژواک ته وويل چې د احمد ضيا په نوم تذکره جعلي او له دوى سره ثبت نه ده.

هغه وايي: ((د احمدضيا کومه پېژندپاڼه چې د رشیدانو ولسوالۍ په نوم جوړه شوې، له موږ سره هېڅ رسميت نه لري او کوم مهر او لاسلیک چې ورباندې شوی، هغه هم جعلي دي.))

پژواک هڅه وکړه چې له محمود (احمدضيا) سره هم خبرې وکړي خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

بل لور ته د غزني اوسېدونکي هم په دغه ولايت کې د ولسي تړون پروګرام له پروژو خوښ نه دي

د اندړو ولسوالۍ د چهاردېوال سيمې اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل چې د ولسي تړون پروګرام په عادلانه توګه نه پلی کېږي.

دى وايي چې د ياد پروګرام ډېرې پروژې يواځې په مالستان، جاغوري، ناهور، خواجه عمري او جغتو ولسوالیو کې ترسره کېږي، په داسې حال چې غزني ١٨ ولسوالۍ لري.

د غزني بل اوسېدونکى وکيل احمد پوپلزي په يوه فېسبوکي پوسټ کې ليکلي چې احمد ضيا د دوه سوه زره افغانيو په بدل کې پر يادې دندې ګومارل شوى و.

محمود څنګه د پوليسو له لوري ونيول شو؟

پژواک د محمود د اسنادو د جعل او تذوير په اړه د غزني ولايت له يو شمېر چارواکو سره اړيکې نيولې چې له هغه وروسته پوليسو د نوموړي د نيولو لپاره اقدام کړى دى.

په دې اړه د غزني ولايت امنيې قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال حاجي محمد ميرکي پژواک ته وويل چې محمود (احمدضيا) له تېرو څلورو کلونو راهيسې په جعلي اسنادو دنده ترسره کړې.

هغه وايي: ((اسناد يې جعلى و، موږ پرې کار کاوه، پرون يې اسناد تکميل شول، موږ يې د نيولو لپاره اقدام وکړ او دا مهال د پوليسو په توقيف کې دى.))اصلي او جعلي تذکرې تذکره جعلی غزنی مکتوب مقرری غزنی

ده وويل چې ډېر ژر به د نوموړي دوسيه بشپړه او څارنوالۍ ته وسپارل شي.

خو وزارت بيا د احمدضيا په اسنادو کې د جعل موضوع ردوي

د کليو پراختيا وزارت مرستيال وياند رفيق جنبش پژواک ته وويل چې په غزني کې د ولسي تړون د څارنې برخې د مسوول نوم او اسناد جعلي نه دي.

ده وويل: ((هماغه وخت کې وزارت د بشري سرچينو ادارې د لوړو زده کړو له وزارت او د نفوسو احوال د ثبت له رياست سره اړيکه کړې، وزارت يې تحصيلي اسناد تاييد کړي او ويلي یې دي چې احمد ضيا د غزني د کرنې له پوهنځي فارغ شوى او رياست يې تذکره او د تذکرې ثبت تاييد کړي دي.))

نوموړي زياته کړه چې د غزني د ولسي تړون پروګرام له لوري د نوموړي په اړه کوم استعلام وزارت ته نه دى استول شوى.

د يادونې ده، په غزني کې تېر کال د ولسي تړون پروګرام له لارې ١٥٠پروژې ترسره شوې دي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 2409

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.