کابل (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٩) : د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د ايران ځانګړي استازي د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر ته د طالبانو د سفر په اړه معلومات ورکړي دي.

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر يوه پلاوي تېره اوونۍ ايران ته سفر کړى و او د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف په ګډون يې له يو شمېر چارواکو سره ليدلي وو.

په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت له خوا د سلواغې په ١٦مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي محمد ابراهيم طاهريان له حنيف اتمر سره په ليدنه کې د سولې او وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې چې طاهريان په دغه ليدنه کې تهران ته د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ته معلومات ورکړل.

طاهريان ويلي : (( د طالبانو په دريځ کې او ستراتېژۍ کې هېڅ ډول بدلون نه دى راغلى.))

د خبرپاڼې په حواله، حنيف اتمر د ايران له ځانګړي استازي څخه د مننې ترڅنګ وويل چې طالبانو د تاوتريخوالي کمولو په تړاو خپلې ژمنې نه دي عملي کړي، اوس هم له نړيوالو ترهګرو ډلو سره اړيکې لري او خوشې شوي بنديان يې بېرته د جګړو ډګرو ته ورغلي دي.

خو طالبانو دا تورونه رد کړي او پر امريکا يې تور پورې کړى چې د دوحې له تړون څخه يې سرغړونې کړې او هوايي بريدونه يې ترسره کړي دي.