ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د اوړو، سرو زرو، سون توکو او ډېزلو بیې لوېدلې دي

په کابل کې د اوړو، سرو زرو، سون توکو او ډېزلو بیې لوېدلې دي

author avatar
6 Feb 2021 - 15:55
په کابل کې د اوړو، سرو زرو، سون توکو او ډېزلو بیې لوېدلې دي
author avatar
6 Feb 2021 - 15:55

کابل (پژواک، ۴  سلواغه ٩٩): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د غوړیو بیو لوړې شوې او د اوړو، سرو زرو، سون توکو او ډېزلو بیې ټيټې شوې دي، خو د نورو لومړنیو اړینو توکو بیې پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار په منډوي بازار کې د خوراکي توکو عمده پلورونکي محمد امین حسین پژواک ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۷۰۰ افغانۍ څخه ۱۶۵۰ افغانۍ ته راټیټه شوې ده.

د نوموړي په خبره، د وارداتو د کمښت او تقاضا ډېرېدو له امله د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو بیه له ۱۴۵۰ څخه ۱۵۰۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

خو هغه وویل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر په عمده ډول د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه ۲۴۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه ۲۲۵۰ افغانۍ، یو کیلو شین اندونیزیايي چای ۳۲۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د یو شمېر توکو پرچون او عمده بیې په ځینو مواردو کې لږې خو په ځينو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفي زاده وویل، نن ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۷۵۰ افغانۍ، ۵۰ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۳۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۵۵۰ افغانۍ، یو کیلو شین اندونیزیايي چای په ۳۳۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ډېزلو بیه هم ټيټه شوې ده.

د کابل ښار د تایمني په څلورلاره کې د «هاشمي» تېلو ټانک د کارکوونکي معلوماتو له مخې، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو لېتر ډېزلو بیه له ۴۶ افغانیو څخه ۴۵ ته ټيټه شوې ده.

خو هغه وویل، یو لېتر پټرول د تېرو اوو ورځو په څېر په ۴۰ افغانۍ پلورل کېږي.

په همدې توګه د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې د محمد شریف په نوم یوه ګاز پلورونکي پژواک ته وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو کیلو مایع ګاز په ۵۵ افغانۍ پلوري.

د سون توکو بیې هم ټيټې شوې دي.

د کابل ښار په شهید څلورلاره سیمه کې د قدرت الله په نوم لرګي پلورونکي پژواک ته وویل، د یو خروار بې پوست بلوط لرګیو بیه د تقاضا کمښت له امله له ۸۴۰۰ افغانۍ څخه ۸۰۰۰ افغانۍ، د یو ټن ډبرو سکرو بیه له ۷۰۰۰ څخه ۶۰۰۰ افغانۍ او د یو خروار سرې ارچې بیه له ۸۴۰۰ څخه ۷۹۰۰ افغانۍ ته ټیټه شوې ده.

په دې اوونۍ کې د سرو زرو بیه هم ټيټه شوې ده. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.