ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يما سياوش پلار: د خپل زوى د قاتل پيدا کولو لپاره به تر نړيوالو خپل غږ رسوم

د يما سياوش پلار: د خپل زوى د قاتل پيدا کولو لپاره به تر نړيوالو خپل غږ رسوم

author avatar
9 Feb 2021 - 17:12
د يما سياوش پلار: د خپل زوى د قاتل پيدا کولو لپاره به تر نړيوالو خپل غږ رسوم
author avatar
9 Feb 2021 - 17:12

کابل (پژواک، ٢١ دلو ٩٩): د وژل شوي یما سیاوش پلار وایي، تر هغه به نړیوالو مراجعو ته خپل غږ رسوي، ترڅو چې د یما سیاوش قاتلين پيدا نه شي.

د روان لمريز کال د لړم میاشتې په ۱۷ مه د افغانستان بانک پر موټر د چاودنې له امله د دغه بانک رسنیز سلاکار یما سیاوش، د دفتر د آمریت اجرایي مرستیال احمدالله انس او موټر چلوونکی امین الله رضايي ووژل شول.

يما سياوش تر دې مخکې په طلوع نيوز کې د سياسي خپرونو د کوربه په توګه هم دنده ترسره کوله.

د یما سیاوش کورنۍ حکومت ته د لړم په ۲۶مه ضرب الاجل ټاکلی و چې تر یوې میاشتې پورې دې د سیاوش قاتلین پیدا او يا دې هم د نوموړي د وژنې په اړه د ده کورنۍ ته قناعت کوونکي دلیلونه وړاندې کړي .

خو د یما سیاوش کورنۍ له خوا حکومت ته ورکړل شوی ضرب الاجل د  لیندۍ د میاشتې په ۲۶ مه پای ته ورسېد او د روان کال د مرغومې په درېيمه بالاخره د یما سیاوش کورنۍ، د هغوی د زوی د وژنکو په پېژندلو کې د حکومت د نه همکارۍ له امله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړ.

په دغه شکایت کې د هغه څه یادونه شوې ده چې د یما سیاوش د قاتل د پېژندلو په برخه کې د افغانستان بانک د سرپرست اجمل احمدي بې غوري بلل کېږي او دا احتمال مطرح کېږي چې ښایي په د افغانستان بانک کې د سیاوش جذبېدل د هغه د وژلو لپاره یوه لومه وي.

د یما سیاوش پلار داوود سیاوش نن د سلواغې په ٢١مه، کابل کې د یوناما دفتر مخې ته په یوه اعتراضیه غونډه کې وویل، د ده پر زوی د برید څرنګوالی د پوښتنې وړ دی او د مرکزي بانک له لوري له پېښې اتلس ورځې وروسته د امنیتي کامرو ویډیوګانې امنیتي بنسټونو ته استول شوې دي.

ده وویل:«موږ ځکه د ملګرو ملتونو امنیت شورا دفتر ته شکایت وکړ، چې پوه شو حکومت د دغې پېښې د څېړلو لپاره سیاسي اراده نه لري او که لري یې کامره څه ده چې موږ ته یې نه ښکاروي، موږ ویل چې یو نړیوال بی طرفه د کریمینال تخنیک پلاوى دې راشي کامرې دې چيک کړي، ترڅو یوې پایلې ته ورسیږو.»

داوود سياوش زياته کړه، تر اوسه د دې پېښې او شکایت په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دفتر هم غلی دی او دوی ته یې کوم ځواب نه دی ورکړي.

هغه وایي:« د افغانستان بانک سرپرست ريیس اجمل احمدي توره په لاس کې نیولې ده او هیچاته اجازه نه ورکوي چې بانک ته دننه شي، وایي، ښه مو کړي چې وژلى مو دى، خو دا چې کامرې نه ښکاروي همدا د پوښتنې وړ ده.»

د داوود سياوش په وينا، د افغانستان بانک د یما سیاوش د وژلو په اړه د ده کورنۍ، خلکو، رسنیو او حتی د اطلاعاتو اولاسرسي کېسیون ته ځواب نه وایي.

دی وایي، چې د کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت ریاست، د ولسمشر د لومړي او دويم مرستیالانو په خبرو کې تناقض شته او تر هغه به نړیوالو مراجعو ته خپل غږ رسوي، ترڅو د یما سیاوش د پېښې عاملین پیدا شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي ويلي و چې د يماس سياوش پر قتل تورن درې کسان نيول شوي او په دې اړه نورې پلټنې روانې دي.

تراوسه د دغې پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دى منلى.

Visits: 38

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.