ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د ګاز بیه ۶۶ سلنه او د تېلو لس سلنه لوړې شوې دي

په کابل کې د ګاز بیه ۶۶ سلنه او د تېلو لس سلنه لوړې شوې دي

author avatar
20 Feb 2021 - 17:52
په کابل کې د ګاز بیه ۶۶ سلنه او د تېلو لس سلنه لوړې شوې دي
author avatar
20 Feb 2021 - 17:52

کابل (پژواک،٢ کب ٩٩): په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د اوړو، غوړیو، بورې او سون توکو بیې د پام وړ لوړې شوې خو د نورو ضروري توکو بیې د پخوا په څېر پاتې دي.

د کابل ښار په منډوي بازار کې د خوراکي توکو عمده پلورونکي محمد امید حسین پژواک ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده توګه د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ١٦٨٠  څخه ١٨٠٠ افغانۍ، د ٤٩ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ٢٢٥٠ څخه ٢٢٧٠ افغانۍ ته او د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو بیه له ۱۵۰۰ څخه ۱۶۰۰ افغانیو ته لوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د توکو یادې بیې د مواصلاتي لارو بندېدو او صرافانو د اعتصاب له امله لوړې شوې دي.

خو نوموړي وویل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر د ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجو بیه ۲۴۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام شین اندونیزیايي چای په ۲۹۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۲۰ افغانۍ دي.

د ځينو موادو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو مواردو کې ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د خوراکي توکو یوه عمده پلورونکي حامد صوفي پژواک ته وویل، نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۹۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۳۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۶۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام شین اندونیزیايي چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۵۰ افغانۍ دی.

د سون توکو بیې هم لوړې شوې دي.

د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې د محمد شریف په نوم ګاز پلورونکي وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو کیلوګرام مایع ګازو بیه له ۶۰ افغانیو څخه ۱۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د کابل په تایمني څلورلاره کې د هاشمي تېلو پمپ کارکوونکي د معلوماتو له مخې، نن د تېرې شنبې په پرتله یو لېتر پټرول له ۴۳ افغانۍ څخه ۴۷ افغانۍ او د یو لېتر ډېزلو بیه له ۴۶ افغانیو څخه ۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه وویل، د نفتي توکو بیې د هرات په اسلام کلا بندر کې د اورلګېدونې او مواصلاتي لارو بندېدو له امله لوړې شوې دي.

د ډبرو سکرو او سون لرګیو بیو تغییر نه دی کړی.

د کابل ښار د شهید څلورلارې سیمه کې د قدرت الله په نوم د لرګیو یوه پلورونکي وویل، د تېرې اوونۍ په څېر یو خروار بې پوست بلوط لرګي په ۸۰۰۰ افغانۍ، یو خروار سره ارچه په ۷۹۰۰ افغانۍ او یو ټن د ډبرو سکاره په ۶۵۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د عربي سرو زرو بیې ټيټې شوې دي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.