ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرپل ملکي روغتون ته د یو کیلو ولټ لمریزې برېښنا سیستم ۷۶۶زره افغانۍ په لوړه بیه جوړ شوی   

د سرپل ملکي روغتون ته د یو کیلو ولټ لمریزې برېښنا سیستم ۷۶۶زره افغانۍ په لوړه بیه جوړ شوی   

کابل (پژواک، ۶ کب ۹۹): د سرپل ولایتي روغتون د څانګو لپاره د لمریزې برېښنا برابرولو اته تړونونه شوي چې د دوو څانګو تکرار دي او د یو کیلو ولټ امپیر برېښنا تړون ۷۶۶زره افغانۍ په لوړه بیه شوى دی.

دغه موضوع د عامې روغتیا وزارت داخلي تفتیش تر څېړنې وروسته د تدارکاتو ملي ادارې ته استولې ده.

‎د سرپل روغتیا ریاست د وړاندیزونو کاپیانې ښیي چې د سرپل ولایتي روغتون د بېړنۍ، ماشومانو او اکسرې څانګو او د نارینه وو عملیات خونې ودانۍ لپاره د لمریزې برېښنا برابرولو ته څلورو شرکتونو بیې ورکړې دي.

دغه وړاندیزونه د ۱۳۹۷ کال د وږي په ۱۷ مه، د سرپل د روغتیا ریاست مخکیني سرپرست نورالحق مراد جلیس لاسلیک او د ولایت مقام تر تایید وروسته عامې روغتیا وزارت ته د منظورۍ تر لاسه کولو په موخه استول شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت یاد وړاندیزونه منظور کړي او لیکلي یې دي چې د تدارکاتو له قانون سره سم دې د ټیتې بیې لرونکي شرکت سره تړون وشي.

د وزارت له خوا د ورکړل شویو احکامو په پای کې د دغه وزارت د مالي او اداري چارو پخوانۍ مرستیالې مموسۍ زېور لاسلیک کړی دی.

سندونه ښیي چې د یاد روغتون د یادو څلورو څانګو لپاره د برېښنا برابرولو لپاره د جهان ډيزاین ودانیز شرکت ۱۸ میلیونه او ۳۷۶ زره افغانۍ نرخ ورکړی او د ټیټې بیې د نرخ له مخې همدغه شرکت ګټونکی شوی دی.

خو شاوخوا څلور میاشتې وروسته د سرپل د عامې روغتیا ریاست بیا هم د جلیس په لاسلیک د روغتون د څلورو برخو د لمریزې برېښنا لپاره – چې دوه یې تکرار دي- د پنځو نورو شرکتونو بیې د منظورۍ لپاره استولې دي.

په یادو څلورو برخو کې اداري، بېړنۍ، د نارینو عملیات خونې او د ښځینو عملیات خونې شاملې دي، چې دوه یې (بېړنۍ او د نارینه وو عملیات خونې) تکرار دي؛ ځکه چې دغه څانګې په لومړني تړون کې هم شاملې وي.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو پخوانۍ مرستیالې مموسۍ دغه وړاندیزونه هم منظور کړي او لیکلي یې دي چې د تدارکاتو له قانون سره سم دې د ټیتې بیې لرونکي شرکت سره تړون وشي.

دغه وړاندیزونه د ۱۳۹۷کال د مرغومي په ۱۵مه ثبت شوي دي.

دا ځل بیا هم د هرې څانګې لپاره د جهان ډيزاین ودانیز شرکت د ۳۶میلیونه او ۷۵۲ زره افغانیو بیې په ورکولو سره ګتونکی شوی دی.

خو د روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو پخوانۍ مرستیاله مموسۍ زېور وایي چې د یاد روغتون لپاره باید ټوله لمریزه برېښنا په یوه پروژه کې او د یوه تړون له مخې شوې وای.

هغه د سرپل د عامې روغتیا ریاست وړاندیزونه ناقانونه بولي او په دې اړه چې ولې دې دغو وړاندیزونو ته احکام ورکړي، وایي:”…دلته یې رهبري په اغفال کې ساتلې ده.”

د زېور په وینا، کله چې رهبري متوجه شوه نو دغه موضوع یې د وزارت داخلي تفتیش ته وسپارله او د پیسو ورکړه یې بنده کړه او اوس دا موضوع د ملي تدارکاتو ادارې ته هم استول شوې ده.

د سرپل روغتیا ریاست مخکیني رییس نورالحق مراد جلیس وايي :”دغه کار د تدارکاتو د کمېټې و او ما د تړون له برابرولو وروسته یوازې لاسلیک کړی، د جزئیاتو او تخنیکي مسایلو په اړه یې نه پوهیږم.”

پژواک له ده څخه د پروژو د برخې، برخې کولو په اړه وپوښتل، ويې ویل:”ښايي داسې نه وي شوي؛ ځکه یو وار یوه بلاک او بل وار بل بلاک ته برېښنا ورکړل شوې او په ورته وخت کې د دغو تړونونو په اړه مالیې وزارت او روغتیا وزارت هم هوکړه کړې ده.”

شرکت ته د پیسو ورکړه ځنډول شوې

د یادو تړونونو ټولې پیسې څه باندې ۲۲۰،۵ میلیونه افغانۍ کيږي، خو شرکت ۳۶ میلیونه افغانۍ تر لاسه کړې دي.

د سرپل د روغتیا ریاست اوسني رییس نورمحمد اسحاقزي چې تېر کال د رییس په توګه پر دنده ګومارل شوی، وایي :”زه په ۳۶ میلیوني او ۱۸ میلیوني تړونونو باندې نه پوهيږم، خو له موږ سره د ۱۸ میلیوني پروژو اسناد دي چې اته برخې لري. زه چې راغلم، دا کار شوی و… وروسته له هغه چې قراردادي خپل کارونه کړي دي موږ ته یې مراجعه کړې او موږ هم د اسنادو او کار ته په کتو وزارت ته د تخصیصاتو وړاندیزونه لېږلي دي.”

هغه د جزییاتو له ورکولو پرته زیاته کړه، وزارت وروسته له هغه چې موضوع داخلي تفتیش ته وسپارل شوه، د دې پروژو پیسې یې بندې کړي، خو جهان ډیزاین ودانیز شرکت له دې وړاندې د دوو څانګو د کار پیسې ترلاسه کړې دي.

دی زیاتوي:”په تېر کال کې د دوو څانګو تخصیصات ما مسترد کړي او تر هغه چې د تړونونو ستونزې حل شوې نه وي، وزارت باید تخصیصات اجرا نه کړي.”

د سرپل د مستوفیت سرپرست عزیز فردوس هم وایي چې د یاد روغتون د بېړنۍ او ماشومانو څانګو څه باندې ۱۸، ۱۸ میلیونه افغانۍ چې ټولې څه باندې ۳۶ میلیونه افغانۍ کېږي یاد شرکت تر لاسه کړې دي.

برېښنا د بازار له بیو شپږ برابره په لوړه بیه برابر شوې    

هغه سندونه چې د جهان ودانیز شرکت لاسلیک او د روغتیا وزارت د ولایتونو د همغږۍ ریاست ټاپه کړي، ښیي چې د یاد روغتون له څلورو څانګو هرې یوې ته شل، شل کېلوولټ امپیر برېښنا په پام کې نیول شوې.

دغه سندونه ښیي چې یاد شرکت به دغو څلورو څانګو ته چې د هرې یوې تړون یې په څه باندې ۱۸ میلیونه افغانۍ شوی، یو کیلوولټ برېښنا په ۹۱۸ زره او ۸۰۰ افغانې برابروي.

پژواک د هغو څلورو نورو څانګو د برېښنا د کیلوولټ امپیر کچې په اړه معلومات نه دي تر لاسه کړي چې د هر یوه تړون یې په څه باندې ۳۶ میلیونه افغانۍ شوی.

کابل کې د رڼا په نوم د لمریزې برېښنا یوه شرکت مسوول نقیب الله او د ویستا په نوم د برېښنايي انرژي شرکت انجنیر زاهد پژواک ته وویل، د هغو پروژو له مخې چې دغو شرکتونو پلې کړې دي، یو کیلوولټ امپر کېفیت لرونکې انرژي – چې بټري زېرمه هم لري- په ۱۵۲ زره افغانۍ برابروي.

دوی وايي، یو کیلوولټ امپیر برېښنا له یاد قېمت ټيټ تر ۹۰ زرو افغانیو پورې هم برابریږي، خو هغه د بېټړي زېرمې اسانتیا نه لري.

یادو بیو ته په پام د سرپل ولایتي روغتون ته یو کیلوولټ برېښنا څه باندې ۷۶۶ زره افغانۍ په لوړه بیه برابرې شوې ده.

سرپل روغتیا ریاست مخکيني رییس نورالحق مراد جلیس په دې اړه چې ولې یادې بیې دومره ډېر توپیر لري، وایی چې په دې اړه نه پوهېږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري وویل چې په ټوله کې د سرپل یاد روغتون ته د لمریزې برېښنا د برابرولو موضوع د وزارت د داخلي تفتیش ریاست له لوري څېړل شوې او د ملي تدارکاتو ادارې ته استول شوې ده.

دی وايي چې موضوع به عدلیي او قضايي ادارو ته وسپارل شي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

پژواک د دغه مکتوب کاپي هم ترلاسه کړې چې د روغتیا وزارت له لوري یاده موضوع د ملي تدکارتو ادارې ته استول شوې ده.

د دې مکتوب له مخې، د تدارکاتو قانون درېیمې مادې شپږم بند پر بنسټ کله چې یو تړون په برخو وېشل کېږي، نو اړتیا ده چې موضوع د څېړنې او پرېکړې لپاره د ملي تدارکاتو ادارې ته ولېږل شي.

په مکتوب کې راغلي:”د یادې موضوع په اړه د مالي او حسابي ریاست د یوه ګډ پلاوي د استعلام په ځواب کې د سرپل روغتیا ریاست د دغه ولایت د ولایتي روغتون څانګو ته د سولر د پروژو د پیسو یادونه نه ده کړې، خو وزارت وړاندیزونه کړي چې د شرکت پیسې دې مستوفیت ته ولېږل شي او شرکت هم هڅه کوي چې پیسې ترلاسه کړي، نو د اسنادو ترمنځ د توپیر، د پیسو توپیر او سولر سیستم د لګولو د ځای بدلون له امله دې موضوع عدلي او قضايي ادارو ته ولېږل شي.”

د ملي تدارکاتو ادارې ویاند رامین ایاز وویل چې یاد مکتوب دغې ادارې ته رسېدلی او دغه اداره به وروسته د خپلو څېړنو پایلې له رسنیو سره شریکې کړي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 204

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.