ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار تایمني سیمې تازه پخې شوې کوڅې د اوبو نل تېرولو لپاره بېرته اړول کېږي  

د کابل ښار تایمني سیمې تازه پخې شوې کوڅې د اوبو نل تېرولو لپاره بېرته اړول کېږي  

author avatar
1 Mar 2021 - 16:20
د کابل ښار تایمني سیمې تازه پخې شوې کوڅې د اوبو نل تېرولو لپاره بېرته اړول کېږي  
author avatar
1 Mar 2021 - 16:20

کابل (پژواک، ۱۱ کب ۹۹): د کابل ښار څلورمې ناحيې اړوند د تايمني سيمې يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د اوبو رسولو کوم شرکت په دې ساحه کې نوې جوړې شوې کوڅې او سړکونه د پایپونو تېرولو لپاره بېرته اړوي او زیاتوي چې له دې سره د سړکونو مخکنی کيفيت خرابېږي.

د زاړه تايمني له شپږمه نيولې تر دیارلسم سړک پورې کوڅې چې څه وخت مخکې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې وې، اوس يو ځلې بيا د اوبو لګونې او مالدارۍ رياست له لوري کورونو ته د اوبو رسولو له لپاره کيندل کېږي.

د پخواني تايمني د ګذر وکيل جواد صمدي وايي چې ياده پروژه بايد د سړک جوړولو په وخت کې عملي شوې وای، څو سړک خراب بېرته خراب شوی نه وای.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، دا چې سړک له مخکې نه خراب جوړ شوی، خو د يادې پروژې کارکوونکي پرې درانه موټر او نور توکي لېږدوي.

دغه راز د احد په نوم يو بل کس چې له يادې پروژې خوښ نه دی، وايي چې دغه کار بايد د یادو کوڅو له جوړولو مخکې پلاون شوی وای.

دی وايي: ((پر يادې پروژې شوی لګښت بېځايه دی او پر دې لګښت څو نور سړکونه هم جوړېدل.))

د ده په وينا، ياد سړک تازه او په ښه کيفيت جوړ شوی چې له بیا اړولو سره به يې کيفيت بېرته له صفر سره ضرب شي.

د ظاهر په نوم يوه بل کس پژواک ته وويل، په داسې حال کې چې دا پروژه دولتي ده، خو بيا هم ترې د پايپونو تېرولو لپاره له هر کوره له ۴زره تر ۸زره افغانيو اخيستل کږي.

خو  د افغانستان د اوبو رسولو او کاناليزاسيون عمومي شرکت رييس انجينر حميد الله يلاني وايي چې ياده پروژه د سيمې په کچه ستره پروژه ده چې تر راتلونکي يو کال پورې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

نوموړي پژواک ته وويل، د يادې پروژې تطبیق لپاره یې د سړکونو اړول په اړه د کابل له ښاروالۍ سره هوکړه کړې ده.

د ده په وينا، له يادې پروژې وروسته به ټول کندل شوي سړکونه بېرته په معياري ډول ورغېږي.

بلخوا د کابل ښاروالۍ ويانده سميرا رسا هم وايي چې د اوبو لګولو او مالدارۍ له رياست سره يې د يادې پروژې عملي کولو لپاره هوکړه کړې ده.

هغې زياته کړه: ((هغه ځايونو چې د ښاروالۍ له لوري جوړ شوي او بله کومه اداره ورته صدمه ورسوي، مکلف دي چې بېرته يې د لومړي په څېر ورغوي.))

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.