ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: د سولې د روان بهير په ناکامېدو سره به يې زيات زیان پاکستان ته ورسيږي

ولسمشر: د سولې د روان بهير په ناکامېدو سره به يې زيات زیان پاکستان ته ورسيږي

author avatar
5 Mar 2021 - 10:58
ولسمشر: د سولې د روان بهير په ناکامېدو سره به يې زيات زیان پاکستان ته ورسيږي
author avatar
5 Mar 2021 - 10:58

کابل (پژواک، ۱۵ کب ۹۹): ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د اوربند ټینګولو په چاره کې د ایکو رول مهمه وباله او وايي، که د سولې روان بهير ناکامه شي، پاکستان ته به يې تر بل هر چا زيات زیان ورسيږي.

نوموړي دغه څرګندونې د اقتصادي همکاریو سازمان يا ایکو په ۱۴ په سرمشریزه کې چې پرون (پنجشنبه، د کب ۱۴مه) مازیګر په انلاین ډول جوړ شوه، کړې دي.

د ايکو سازمان د افغانستان، ایران، پاکستان، تاجکستان او ترکیې په ګډون لس غړي لري.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون دغې غونډې ته وویل: «له یو پراخ اوربند څخه ستاسو ملاتړ، داسې چې په دوحه کې روانې خبرې چټکې کړي، ډېر اړین دی. موږ د افغانستان خلک له ۴۲ کلونو راهیسې د سولې له اساسي حق څخه بې برخې شوي یو. هغه وخت راغلی دی چې دا تاوتریخوالی چې زموږ ښکلی هېواد یې په یوه وژنځای اړولی، پای ته ورسېږي.»

ده همدا راز وویل،‌ پاکستان په افغانستان ته تلپاتې سولې راوستلو کې مهم رول لوبولی شي، که افغانستان کې د سولې لپاره د خبرو روان بهیر ناکامه کېږي، نو پاکستان ته به یې د بل هر هېواد په پرتله ډېر زیان رسېږي.

د ده په وینا، د افغانستان د راتلونکي خوندي کولو لپاره باید نړیوال او سیمه ییز تضمین موجود وي چې اوس د یوه سیاسي جوړجاړي له لارې افغانستان ته د سیاسي ثبات راوستلو طلایي فرصت دی.

خو ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار کړی چې‌ افغانستان کې د اساسي قانون قانون برلاسي او د یوه منظم سیاسي بدلون لپاره یو اړین شرط دا دی چې د نړیوالې ټولنې په مرسته او تر څارنې لاندې دې هېواد کې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.