ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 په فراه کې یوازینۍ چاپي رسنۍ چې ۷۳ کاله مخینه لري؛ لوستونکي او ګډونوال نه لري

 په فراه کې یوازینۍ چاپي رسنۍ چې ۷۳ کاله مخینه لري؛ لوستونکي او ګډونوال نه لري

author avatar
9 Mar 2021 - 12:24
 په فراه کې یوازینۍ چاپي رسنۍ چې ۷۳ کاله مخینه لري؛ لوستونکي او ګډونوال نه لري
author avatar
9 Mar 2021 - 12:24

فراه(پژواک، ۱۹ کب ۹۹): په فراه ولایت کې د «سیستان» په نوم دولتي میاشتنۍ په داسې حال کې لوستونکي او ګډونوال نه لري او ان د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي یې له نوم سره نابلده دي چې د فعالیت یې ۷۳ کاله کېږي.

دغه میاشتنۍ د فراه ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست په چوکاټ کې فعالیت کوي، د فراه ولایت د سیمه ییزې ادارې لاسته راوړنې، شعر او بېلا بېلې مقالې خپروي او میاشتنى تيراژ یې ۱۲۰ ګڼې دى.

د فراه د اطلاعات او فرهنګ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغې چاپي رسنۍ د هرې میاشتې لګښت (د چاپ لګښت او د کارکوونکو معاشونه) یې نږدې ۴۶ زره افغانۍ کېږي.

د فراه ځيني اوسېدونکي د دغې رسنۍ فعالیت ګټور نه بولي.

د فراه یوه فرهنګپال محمد یونس وویل، نه یوازې ده بلکې له ځینو دولتي مامورینو پرته د فراه هېڅ اوسېدونکي تر اوسه د دې میاشتنۍ ګڼه نه ده ترلاسه کړې.

دغه ځوان زیاته کړه: “عام خلک ان ډېری هغه کسان کې له مطالعې سره سر و کار لري تر اوسه نه پوهېږي چې په دغه ولایت کې یوه چاپي رسنۍ چې د فعالیت ۷۳ کاله مخینه لري فعالیت کوي.”

د هغه په خبره، د فراه دغه یوازینۍ چاپي رسنۍ باید تر دولتي شعبو پورې ځانګړې نه وي، ډېرې ګڼې چاپ شي او د فراه ټولو خلکو ته ورسول شي او له میاشتنۍ څخه ورځپاڼې یا لږ تر لږه اوونیزې ته ارتقا ورکړل شي.

په فراه کې یوتن لیکوال او شاعر شاه محمد هم ورته نظر درلود او ويې ویل: “موږ په فراه کې یوازې همدغه چاپي رسنۍ لرو، خو دغه رسنۍ تر اوسه نه ده توانېدلې چې په ټولنه یا ددغه ولایت په فرهنګپالو کې محبوبیت ترلاسه کړي.”

هغه له اړوندو مسوولینو وغوښتل چې د دغې میاشتنۍ په محتوا کې د اړتیا وړ لازم بدلونونه رامنځته شي، څو مینه وال او ګډونوال جذب کړي.

د فراه یوه سیمه ییز خبریال سید عبدالله رووفي وویل، د سیستان میاشتنۍ د مدیریت په برخه کې وروستي اقدامات د تېرو کلونو په پرتله ښه شوي، خو له یوې دولتي چاپي رسنۍ څخه د تمې په کچه د حس وړ نه دي، دغه رسنۍ د جالبې محتوا د نه لرلو له امله نه لوستونکي لري او نه هم ګډونوال.

هغه د فراه ولایت اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوول وباله چې د دغې چاپي رسنۍ په محتوا کې لازم بدلون رامنځته کړي، د ګڼو شمېر یې ډېر کړي او خلکو ته یې ووېشي، څو د ولایت دغه تر ټولو پخوانۍ رسنۍ ژوندۍ شي.

د فراه ولایت د اطلاعات او فرهنګ رییس بنیامین د سیستان میاشتنۍ اړوند د خلکو شکایتونه ومنل او ويې ویل، دغه میاشتنۍ یوازې د ولایت په مرکز کې پر دولتي څانګو وېشل کېږي.

هغه زیاته کړه: “د دغې میاشتنۍ یوازینۍ ګټه داده چې پنځه فراهي ځوانان په کې د معاش څښتنان دي.”

هغه په دې اړه چې ولې د یادې میاشتنۍ د وضعیت د ښه کېدو لپاره اقدام نه دی شوی؟ وویل، اطلاعات او فرهنګ ریاست بودیجه نه لري، خو دغه ستونزه یې څو ځله له اړوند وزارت سره شریکه کړې چې د دغې میاشتنۍ د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د تجهیزاتو د تدارک او لازمو امکاناتو په برخه کې اقدام وکړي، خو د ستونزې حل ته توجه نه ده شوې.

بنیامین زیاته کړه: “د سیستان میاشتنۍ کاري او نشراتي سیستم داسې جوړ شوی چې هېڅ ګټه نه لري، ځکه د رسنیزو چارو د ترسره کولو لپاره امکاناتو ته اړتیا ده او که مرکزي اداره د کارکوونکو د وړتیا په لوړولو او د اړتیا وړ لوازمو په اکمال کې مرسته وکړي د یادې چاپي رسنۍ د ګڼو شمېر او مینه وال به ورځ په ورځ ډېر شي.”

په ورته وخت کې د سیستان میاشتنۍ مسوول مدیر مهتاب میترا د بنیامین خبرې تایید کړې او ويې ویل: “څومره چې موږ له یوې رسنۍ تمه لرو له بده مرغه زموږ رسنۍ دومره نه ده، ځکه پر دولتي رسنیو د اطلاعات او فرهنګ وزارت د پالیسۍ مطابق محدودیتونه وضع شوي دي.”

هغه د مطالبو د لیکلو سبک او په پاڼو کې د هغو ځای پر ځای کول، د مالي او معنوي ملاتړ نه موجودیت او دې برخې ته د اړوند لوړپوړو چارواکو نه پاملرنه هغه محدودیتونه یاد کړل چې سیستان میاشتنۍ ورسره مخ ده.

خو میترا چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې د دغې میاشتنۍ مسوول مدیر ټاکل شوی وویل، سربېره پر دې هم هڅه کوي چې د امکان تر کچې په دغې میاشتنۍ کې بدلون رامنځته کړي.

په فراه ولایت کې چې د هېواد له ناامنو ولایتونو څخه دی، په ټولو ولسوالیو او د مرکز په څنډو کې یې د دولت وسله وال مخالفان پراخ شتون لري، دوه دولتي رسنۍ (سیاستان میاشتنۍ او ملي راډیو ټلویزیون) او اته شخصي رسنۍ (دنیا نو ټلوېزیون، دنیا نو راډیو، صدای زن راډیو، ندای زن راډیو، عروج راډیو، تعلیم الاسلام راډیو، نشاط راډیو او فریاد راډیو) فعالیت لري.

Visits: 116

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.