ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار اوسېدونکي له مخابراتي ستونزو څخه شکايت کوي

د ننګرهار اوسېدونکي له مخابراتي ستونزو څخه شکايت کوي

author avatar
17 Mar 2021 - 15:28
د ننګرهار اوسېدونکي له مخابراتي ستونزو څخه شکايت کوي
author avatar
17 Mar 2021 - 15:28

جلال اباد (پژواک، ۲۷ کب ۹۹): د ننګرهار ولايت اوسېدونکي په دغه ولايت کې د مخابراتي شبکو له فعاليتونو شکايت کوي او وايي، هم انټرنيټي او هم غږيز خدمتونه له ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي، ولسوالۍ خو لا پرېږده د ښار مختلفو برخو کې هم مخابراتي خدمات ډېر کله ټکني وي.

بلخوا د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د مخابراتي شرکتونو له مسوولينو او اترا ادارې سره يې دا ستونزې شريکې کړې چې د حل کولو ډاډ ورکړل شوى دی.

د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د کمپونو سيمې اوسېدونکی نظيف الله وايي، زوی يې يو بهرني هيواد کې دی، کله چې ورسره د انټرنيټ له لارې اړيکه نيسي، انټرنيت يې کار نه کوي.

هغه وايي: ((بيا مجبوريږم چې احوال يې د ټيلېفون له لارې په لوړه بيه واخلم خو هغه هم داسې کار نه کوي چې د حال احوال پوره تسلي مې پرې وشي.))

دغه راز د دويمې ناحيې اړوند د انګور باغ سيمې اوسېدونکی عبيد مفتون وايي، دا تېرو څو مياشتو کې چې د پوهنتون درسونه يې انلاين و له ډېرو ستونزو سره مخ و.

ده وويل: ((کله نا کله خو مجبورېدم چې د درس د تر لاسه کولو لپاره چې انټرنيټ کار نه کاوه تر پوهنتونه لاړ شم او درسي مواد تر لاسه کړم.))

د جلال اباد ښار سربېره په ولسواليو کې هم د مخابراتي شبکو ګټه اخيستونکي له ستونزو سره مخ دي او ډېرو ولسواليو کې خو يوازې يوه يا دوه شبکې کار کوي.

عرفان الله د خوږياڼو ولسوالۍ د مملې سيمې اوسېدونکی دی، دی وايي، يوازې يوه شبکه دغلته فعاليت کوي چې انټرنيټ خو يې سيمه کې بېخي 2G دی او غږيز خدمتونه هم ځکه ناسم دي چې مجبور بايد د کور لوړ ځای ته پورته شې او اړيکه ونيسې.

د غني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی سيد قيوم وايي، په ولسوالۍ کې يې درې څلور شبکې فعالې دي خو يوه يې هم سم فعالیت نه کوي.

په همدې حال کې د ننګرهار ولايت مرستيال وايي، چې د اترا ادارې او مخابراتي شرکتونو مسوولينو سره يې د مخابراتي خدماتو ښه کولو په موخه خبرې کړې دي.

ببرک مياخېل پژواک ته وويل، پرون يې د اترا مرکزي ادارې رييس عمر منصور انصاري او د مخابراتي شرکتونو مسوولينو سره د ويډيوي کنفرانس له لارې په دغه ولايت کې د مخابراتي خدمتونو ښه کولو او ستونزو حل په موخه خبرې کړې دي.

نوموړي زياته کړه، په ټولو ولسواليو کې د مخابراتي ستونزو حلولو، په تازه امن شويو سيمو کې د مخابراتي فعاليتونو پيلولو،د انټرنیټ چټکتيا 4G . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.