ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرونا واکسین دې امیدوارو او ماشوم لرونکو میندو، نا علاجه او کم عمره کسانو ته نه ورکول کېږي

د کرونا واکسین دې امیدوارو او ماشوم لرونکو میندو، نا علاجه او کم عمره کسانو ته نه ورکول کېږي

author avatar
19 Mar 2021 - 11:09
د کرونا واکسین دې امیدوارو او ماشوم لرونکو میندو، نا علاجه او کم عمره کسانو ته نه ورکول کېږي
author avatar
19 Mar 2021 - 11:09

کابل (پژواک، ٢۹ کب ۹۹): روغتیایي متخصصین وایي، د کرونا واکسین دې امیدواره او شيدې ورکوونکو میندو، ناعلاجه او له ١٦ کلونو کم عمره کسانو ته نه ورکول کېږي او هغه کسان چې دغه واکسین کوي، باید ارام وکړي او د ځینو نښو راپیدا کېدو ته دې اندېښنه نه کوي.

ډاکتران وړاندیز کوي چې کوويډ-۱۹ واکسین د لاس مټ په برخه کې د ستنې په وسیله ورکول کېږي؛ له تطبیق وروسته باید د ستنې ځای ونه موښل شي؛ که څه هم له تطبیق وروسته د ستنې ځای لږ درد، سوروالی او پړسوب پیدا کوي، خو د اندېښنې وړ نه دي او ژر بېرته خپل حالت ته راځي.

د یادونې ده چې تر اوسه ۴۲زره افغانان واکسین شوي او ډېری هغه کسان چې یاد واکسین یې کړی، د سر، تبې او بدن نورو غړو له درده یې شکایت درلود.

واکسین کومو کسانو ته ورکړل شي؟

په افغان- جاپاني روغتون کې د جدي څارنې څانګې (ICU) مسوول، ډاکتر حشمت الله فیضي پژواک خبري اژانس ته وویل چې له ۱۶ کلونو د کم عمر، پر ناعلاجه ناروغۍ (سرطان، شکر، اېډز، نفس تنګۍ) اخته کسانو او حامله او شیدې ورکوونکو میندو ته باید د کووېډ- ۱۹ واکسین تطبیق نه شي.

نوموړی یادو کسانو ته د واکسین نه ورکولو لامل د دوی د بدني مقاومت ټیټوالی ښيي او وایي، هغه کسان چې حساسیت لري باید کرونا واکسین ونه کړي؛ ځکه دغه واکسین ښایي بد اغېز پرې وکړي او حسایت یې ورسره ډېر شي.

هغه زیاته کړه: «حامله میندو ته د دغه واکسین ورکولو ګټه او زیان باید و ارزول شي؛ له یوې خوا اميدواري یو خطر ګڼل کېږي او د کوويډ- ۱۹ ناروغۍ د نښو زیاتوالي لامل کېږي. ښایي په ګېده کې ماشوم ته ډېر زیان ورسوي.»

په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت ویاند غلام دستګیر نظري وویل، د نړیوال روغتیایي سازمان لارښوونې له مخې، له ۱۶ کلونو د کم عمره کسانو، اميدواره او شیدې ورکوونکو میندو او حساسیت لرونکو کسانو ته کوويډ- ۱۹ واکسین نه ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، هغه څېړنې چې تر اوسه شوې، یادو کسانو ته د واکسین تطبیق ځانکړی زیان نه رسوي؛ خو د بدن معافیت ټیټوالي له امله ښایي سختې نښې نښانې ولري.

یو شمېر نور متخصصین وایي، هغه کسان چې زکام دي، تر هغه چې له دې ناروغۍ نه دي رغېدلي؛ باید واکسین ورنه کړل شي.

د هغوی په وینا، هغه کسان چې قرنطین دي او اوس په کرونا اخته دي، هم باید تر رغېدو پورې د کوویډ-۱۹ واکسین پر ځان تطبیق نه کړي.

هغه نښې چې له واکسین کولو وروسته راڅرګندېږي:

ډاکتر حشمت الله فیضي وویل، هغه کسان چې واکسین یې کړی، شاوخوا ۹۰ په سلو کې کسانو د بدن سخت درد، تبه او لړزه او ځینو ته ګنګسیت او خوا ګرځېدنه پیدا کېږي.

هغه په دې اړه چې دغه نښې له تطبیقه څلور تر اتو ساعتونو وروسته پیدا کېږي، وویل هغه کسان چې واکسین کوي، باید ۲۴ ساعته ارام وکړي، بیرون ته ونه وځي او د درد ضد درمل وکاروي.

دغه راز د افغانستان اسلامي طبي ټولنې – (AIMA)، مرستیال ډاکتر حکیم الله صالح هم وویل چې خستګي، د سر درد، د غړو درد، تبه او لړزه او ځیني مهال قی، نورې جانبي نښې دي چې د کرونا له واکسین وروسته رامنځته کېږي.

نوموړي د رغېدو او د بدن درد کموالي لپاره د درد ضد درملو کارولو ترڅنګ د ډېرو مایعاتو څښلو وړاندیز وکړ.

سرچینې ټینګار وکړ چې د واکسین پر تطبیق سربېره باید روغتیایي سپارښتنې لکه ماسک تړل، فاصله نیول، د لاسونو مینځل او نور کلک مراعات شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند پژواک ته وویل، نړیوال روغتیایي سازمان ویلي چې د کرونا واکسین له تطبیق وروسته په بدن کې ځینې نښې را پیدا کېږي چې د اندېښنې وړ نه دي؛ ځکه چې د واکسین پر وړاندې د بدن عکس العمل او د انټي باډي جوړېدو پیل ښیي.

هغه څرګنده کړه: «د کرونا واکسین له تطبیق وروسته په هرو لسو کسانو کې د یوه ځان درد کوي او په ۱۰۰ کسانو کې یو کس په پېچش (اسهال) اخته کېږي.»

نظري د کرونا واکسین له تطبیق وروسته نښې طبيعي بولي او وایي چې یوازې د کرونا نه، بلکې د هر واکسین تطبیق دا ډول نښې لري.

روغتیایي متخصصین ټینګار کوي چې د سختو جانبي عوارضو راڅرکندېدو پر مهال باید واکسین شوی کس د واکسیناسیون له مرکز او یا هغه ډاکتر سره چې واکسین یې ورکړی، اړیکه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، هغه کارت چې واکسین کوونکي ته له تطبیق وروسته ورکول کېږي، پر شا یې لیکل شوي، د واکسین له تطبیق وروسته د سختو او خطرناکو نښو را څرګندېدو پر مهال د عامې ورغتیا وزارت د پېښو د ثبت مسوول له دغو (١٦٦) او (٠٧٨٨٤٠١١٢٨) شمېرو سره اړیکه ټینګه کړئ.

ډاکتران: دویم دوز خامخا تطبیق کړئ

د چارو شنونکو په وینا، د واکسین دویم پړاو په درېیو اوونیو؛ یعنې د ۱۷ او ۲۱ ورځو ترمنځ باید تطبیق شي.

د خوړو سازمان او د امریکا روغتیا لارښوونو له مخې، د دغه واکسین دویم دوز باید د یادې دورې له بشپړېدو وروسته تطبیق شي.

دوی وایي، دویم دوز هم باید هغه واکسین وي چې لومړی تطبیق شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند غلام دستګیر نظري وایي چې د لومړي دوز له تطبیقه درې اوونۍ وروسته باید دویم دوز هم واخیستل شي او کس باید د واکسین کارت له ځان سره ولري.

هغه د لومړي دوز له اخیستونکو کسانو وغوښتل چې د ټاکل شوې مودې له پوره کېدو وروسته روغتیايي مرکز ته ولاړ شي او دویم دوز واکسین هم واخلي.

نوموړي دې ته په اشاره چې کوویډ- ۱۹ واکسین خوندي او د کیفیت له مخې ستونزه نه لري، وویل چې دا واکسین اکسفورډ پوهنتون جوړ کړی او فورمول یې د واکسین په درېیو لویو فابریکو کې چې انګلستان، جنوبي کوریا او هند په کې شامل دي، تولیدیږي.

د هغه په وینا، یاد واکسین نړیوال روغتیایي سازمان تایید کړی او دا مهال د نړۍ له ۱۳ په ډېرو هېوادونو کې تطبیقېږي.

د یادونې ده، د کرونا واکسین د تطبیق له پیله تر اوسه په افغانستان کې نږدې ۵۰ زره کسان واکسین شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې روان کال د سلواغې په ۱۹مه د هند له خوا د کرونا ۵۰۰ زره دوزه مرسته شوی واکسین عامې روغتیا وزارت ته سپارل شوی او تطبیق یې د کب په ۵مه له کابله پیل او ولسمشر په دې اړه نیول شوو مراسمو کې د یاد واکسین پر عادلانه وېش ټینګار وکړ.

له هغه وروسته دویم مرسته شوی واکسین چې ۴۶۸زره دوزه وو، کرونا واکسین ته د نړیوال برابر لاسرسي بنسټ (کواکس) له خوا افغانستان ته وسپارل شو.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې د نړیوالو شریکانو په مرسته هڅه کوي خلکو ته کرونا واکسین برابر کړي.

Visits: 263

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.