ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال مزارشریف کې د نوروز جشن د جګپوړو دولتي چارواکو له حضور پرته پیل شو

سږ کال مزارشریف کې د نوروز جشن د جګپوړو دولتي چارواکو له حضور پرته پیل شو

author avatar
21 Mar 2021 - 12:26
سږ کال مزارشریف کې د نوروز جشن د جګپوړو دولتي چارواکو له حضور پرته پیل شو
author avatar
21 Mar 2021 - 12:26

مزارشريف (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د نوروز جشن او ګلسرخ مېله سږ کال د لوړپوړو دولتي چارواکو له حضور پرته ونمانځل شول.

په دغو مراسمو کې به نور کلونه د ولسمشر او يا هم د هغه د مرستيالانو په کچه چارواکو ګډون کاوه؛ خو سږ کال دغه جشن ته د حکومت هېڅ يو لوړپوړی چارواکی نه وو راغلي.

د بلخ والي محمد فرهاد عظيمي مراسمو ته په خپلې وينا کې وويل، ټول افغانان هیله لري چې نوی لمريز کال به د سولې او ټيکاو زېری له ځان سره ولري.

هغه زياته کړه چې نوروز د افغانانو تاريخي او لرغونی جشن دی چې د يووالي او ښه ژوند پيغام له ځان سره لري.

نوموړی وايي چې په تېرې يوې پېړۍ کې افغانستان ګڼې ستونزې تجربه کړې دي.

عظيمي وویل: ((هيله لرو چې نوی کال به يو سوله ييز پيغام ځان سره ولري،  اميد لرو چې دې خاورې ته سوله او ثبات راشي او د تاريخ دغه پاڼه واوړي.))

د هغه په وينا، روان تاوتريخوالی د زغملو نه دی او بايد یو بل ته په سنګر کې ناست افغانان سره يو شي او د هېواد رغونې لپاره کار وکړي.

نوموړي زياته کړه چې افغانان يوې داسې سولې راتلو هیله لري چې ورسره جنګ او افغان وژنه پای ته ورسېږي او د دولت بودجه د جګړې پر ځای پر رغنیزو چارو ولګېږي.

د بلخ ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد هم په خپلو خبرو کې پر افغانانو غږ وکړ چې يو بل وزغمي او شته ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.

نوموړي وويل: ((موږ افغانان په خطرناک حالت کې يو، هره شېبه د دې امکان شته چې ويجاړي او بربادي راشي؛ خو دا موږ پورې اړه لري چې شخصي ګټې او ځان غوښتنې يو لور ته کېږدو او د وطن په اړه فکر وکړو.))

هغه پر طالبانو هم غږ وکړ چې د افغانانو د سولې غږ ته لبيک ووايي او جګړه دې پای ته ورسوي.

د حديد په خبره، ټول افغانان حق لري چې له کوم توپير پرته په سوله ييزه فضا کې ژوند وکړي.

د نوروز جشن يوه ګډونواله امنه حقپرست وايي چې نوی کال يې په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو په دعا پيل کړی دی.

هغې له پژواک سره خبرو کې هیله څرګنده کړه چې د طالبانو او حکومت ترمنځ پيل شوې خبرې به په نوي لمريز کال کې مثبته پایله ورکړي.

نوموړې زياته کړه چې نړيواله ټولنه بايد تېرې ترخې تجربې تکرار نکړي او په هېواد کې د ښځو حقونه او تېرې لاسته راوړنې له منځه تلو ته پرې نږدي.

اخترمحمد د هلمند اوسېدونکی دی چې د نوروز جشن لپاره مزارښار ته راغلی دی.

هغه وايي، لومړی ځل يې دی چې مزار ته راغلی او د جنډې پورته کولو په مراسمو کې ګډون کوي.

نوموړي وويل: ((د مزار صفت او ګلسرخ مېلې صفت مې اورېدلی وو؛ خو نن مې په خپلو سترګو وليدل، چې د خوښۍ مراسم جوړ شوي او مطمين يم چې راتلونکې ورځې به مې هم ښې تېرې شي.))

د هغه په وينا، که په هېواد کې جګړه پای ته ورسېږي نو د ولايتونو د اوسېدونکو ترمنځ به تګ راتګ زيات شي چې ورسره به د خلکو ترمنځ يووالی هم لا ډېر ټينګ شي.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مطيع الرحمان کريمي وايي چې د دوی د اټکل له مخې ممکن سږ کال د نوروز ۴۰ ورځنيو مراسمو په ترڅ کې به شاوخوا سل زره کسان له مزار ښار څخه ليدنه وکړي.

هغه وايي چې د نوي کال په مناسبت يې بېلابېل فرهنګي، تفريحي او هنري پروګرامونه تر لاس لاندې نيولي دي.

د بلخ سيمه ييزو مسوولينو په نوروز مراسمو کې د لوړ پوړو حکومتي چارواکو د نه ګډون په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Visits: 28

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.