ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د ٢٥ بستريز روغتون جوړولو چارې پيل شوې

د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د ٢٥ بستريز روغتون جوړولو چارې پيل شوې

author avatar
26 Mar 2021 - 14:24
د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د ٢٥ بستريز روغتون جوړولو چارې پيل شوې
author avatar
26 Mar 2021 - 14:24

اسعد اباد (پژواک، ٦ ورى ١٤٠٠) : ځايي چارواکي وايي چې د ٧٧ ميليونه افغانيو په لګښت د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د ٢٥ بستريز روغتون جوړولو چارې پيل شوې.

د دې ولايت د عامې روغتیا ریيس ډاکټر عزیزالرحمن ساپي پژواک اژانس ته وويل چې دغه روغتون د جرمني هېواد پاڼریپ بنسټ له خوا جوړېږي او پرون يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

هغه زياته کړه، د روغتون لپاره د ودانۍ جوړولو ترڅنګ طبي وسايلو، لمريزه برېښنا او نور اړونده ملحقات به هم په يوه کال کې جوړ شي.

ساپى وايي، په دې روغتون کې د ناروغانو د درملنې لپاره ټولې اسانتیاوې برابروي او د دې ولسوالۍ ناروغان به نه اړ کيږي چې د ولايت مرکز او يا ننګرهار ولايت ته ولاړ شي.

د کونړ والي محمد اقبال سعید وویل، دا د حکومت دنده او مسوولیت دی چې د خپلو خلکو لپاره روغتیايي او نورو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه د روغتون جوړونکي شرکت مسوولینوته وویل چې د قرارداد مطابق کار وکړي او هیڅوک حق نه لري چې د دوی د کارونو پر وړاندې کومه ستونزه راپیدا کړي.

د  ولسي جرګې غړي جاوید ساپي چې ددې روغتون د چارو د پرانېستلو په مراسمو کې يې ګډون کړی و، پژواک ته وويل، له دې روغتون څخه به د نورګل، خاص کونړ او نرنګ ولسوالیو خلک ګټه واخلي.

نوموړي زیاته کړه، دغه روغتون د مرکز اسعداباد او جلال اباد پر لویه لار که کومه ترافیکي پېښه رامنځته کیږي په همدې روغتون کې به یې لومړنۍ درملنه کیږي.

ساپي وویل، دی ته ورته یو روغتون باید په اسمار ولسوالۍ کې هم جوړ شي ترڅو د دانګام ، غازي اباد، ناړۍ، شلتن او شیګل ولسوالیو روغتیایي ستونزې هوارې شي.

د څوکۍ ولسوالۍ یوتن اوسېدونکي سلطان محمد بیا له ولایتي ادارې غوښتنه وکړه چې د دې روغتون د پرسونل او طبي وسایلو لپاره دې له اوسه اړونده اداره لاس په کار شي چې له جوړېدو سره سم په فعالیت پیل وکړي .

Visits: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.