ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د سولې اړوند ملي غونډه جوړه شوه

کابل کې د سولې اړوند ملي غونډه جوړه شوه

author avatar
29 Mar 2021 - 17:31
کابل کې د سولې اړوند ملي غونډه جوړه شوه
author avatar
29 Mar 2021 - 17:31

کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۰): په کابل کې د سولې ملي غونډه په دې موخه جوړه شوه چې د افغانستان سولې پروسه کې د خلکو د شموليت ګډ دريځ څرګند شي او سولې اړوند غونډو کې د خلکو اساسي غوښتنې تر بحث لاندې ونيول شي.

د سولې دغه ملي غونډه چې د وري په نهمه په کابل کې جوړه شوې وه، له ٣٤ ولايتونو څخه شاوخوا ١٣ سوه قومي مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو په کې ګډون کړى و.

په یاده غونډه کې د مېکانیزم رهبرۍ کمېټې رییسې لیلما ناصري وویل چې د سولې په پروسه کې دې د عامو خلکو غږ واورېدل شي.

هغې وویل: ((هېواد په نازک حالت کې دی یوه پرېکړه مو جنګ او بله پرېکړه مو سولې ته رسوي او دا یو ښه فرصت دی چې د سولې لار خپله کړو.))

ناصري وایي چې تلپاتې او با ثباته سوله هغه مهال هېواد ته راتللى شي چې د سولې اړوند پرېکړې ټولو ته د منلو وړ وي.

دغه راز په غونډه کې له هلمند ولایت څخه راغلي اقبال خیبر پژواک ته وویل چې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو غونډه کې دې عامو خلکو ته هم ونډه ورکول شي.

هغه زیاتوي: ((له بده مرغه نه د بن او نه هم د قطر په پرېکړو کې بې طرفه افغانانو ته د ګډون حق ورکړل شوى و، نو هماغه و چې نتيجه يې هم مثبته نه وه.))

هغه وویل چې د یو میکانیزم له لارې دې د عام ولس نظرونه واورېدل شي ترڅو افغانان یوې بنیادي سولې ته ورسیږي.

په غونډه کې د کاپیسا ولایت اوسېدونکي زحل له نړيوالۍ ټولنې غوښتنه وکړه چې د ترکيې د سولې اړوند او نورو غونډو کې دې د ښځو حقونو ته جدي پاملرنه وشي.

هغې زیاته کړه: ((موږ یوه سرتاسري سوله غواړو، نن دلته په دې خاطر راغلي یو چې د سولې پروسه کې دې د عامو افغانانو غوښتنې ومنل شي.))

د يادې غونډې يو شمېر نورو ګډونوالو هم ورته څرګندونې وکړې.

د غونډې ګډنوالو يو پرېکړه ليک هم صادر کړ.

پرېکړه لیک کې راغلي، راتلونکى حکومت بايد قانون په ټولو يو شان پلى کړي او ترڅنګ یې بايد فساد او بيکاري هم له منځه يوسي.

په پرېکړه ليک کې ټېنګار شوى چې بهرني ځواکونه دې په مسولانه ډول له افغانستان څخه ووځي.

د يادونې ده چې دغه غونډه د ټول شموله سولې لپاره د افغانستان د ميکانيزم (AMIP . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.