ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څارنوالي: د افغانستان سفارت دېوال پروژه کې ۷۱۹زره ډالر اختلاس شوی

څارنوالي: د افغانستان سفارت دېوال پروژه کې ۷۱۹زره ډالر اختلاس شوی

author avatar
30 Mar 2021 - 08:59
څارنوالي: د افغانستان سفارت دېوال پروژه کې ۷۱۹زره ډالر اختلاس شوی
author avatar
30 Mar 2021 - 08:59

کابل (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۰): څارنوالۍ د ولسمشر سلاکار محمد همایون قیومي، واشنګټن کې افغان سفیره رویا رحماني او د ولسمشر مخکیني سلاکار شاد محمد څرګند، امریکا کې د افغانستان سفارت د دیوال په پروژه کې پر څه باندې ۷۱۹ زره امریکایي ډالره اختلاس تورن کړي دي.

پژواک خبري اژانس د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ په ۲۱مه راپور خپور کړ چې امریکا کې د افغانستان سفارت۷۰ متره اوږد دېوال په ۱،۸ ميلیون امریکایي ډالرو رغول شوی دی.

دغه راز په دغه راپور کې راغلي چې دغه دېوال د لومړني شرکت د وړاندیز شویو پیسو په نږدې ۲۱ برابره لوړه بیه جوړ شوی او په هر متر مربع یې شاوخوا ۸۶۹۴ امریکايي ډالره لګښت راغلی.

د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال دغه خبر رد کړ، خو ویې ویل چې دا موضوع به د پلټنې عالي ادارې او لویې څارنوالۍ ته واستوي، څو په اړه یې هره اړخیزه څېړنه وکړي.

 ولسي جرګې او مشرانو جرګې هم د قیومي، څرګند، مالیې وزارت د یوه سلاکار یما نظامي او امریکا کې د افغانستان سفیره رویا رحماني د یادې موضوع په اړه د پژواک د راپور تر خپرولو وروسته څارنوالۍ ته معرفي کړي وو.

دغه موضوع د اداري فساد پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ملکي لومړۍ څارنوالۍ څېړلې ده.

دغې څارنوالی د تېر کال د کب په ۱۳مه د دغه مرکز لومړۍ محکمې ته لیکلي چې په یاده قضیه کې تورنو کسانو (شادمحمد څرګند، رویا رحماني او محمد همایون قیومي) ۷۱۹ زره او ۲۲۰ امریکايي ډالره اختلاس کړی چې د جزا کوډ د ۳۸۸، ۳۹۱ او ۴۰۳ مادو له مخې باید په جزا محکوم شي.

د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم پژواک ته وویل چې دغه موضوع محکمې ته رسېدلې وه، خو د څېړنو د نیمګړتیاوو د بشپړولو لپاره بېرته څارنوالۍ ته استول شوې او تر اوسه بېرته محکمې ته نه ده رااستول شوې.

یادې څارنوالۍ لیکلي چې د دېوال جوړولو چارې له روڼتیا پرته ترسره شوي، ټول ۲۲،۸۶ مکعب متر حجم لري خو تړون یې په لوړه بیه شوی چې هېڅ ډول د کار له حجم سره مناسب نه دی؛ له څو شرکتونو سره په لوړه بیه تړونونه شوي؛ د ملي تدارکاتو ادارې تایید په بېړه اخیستل شوی چې بېرته باید ارزول شوی وای، خو دا کار هم نه دی شوی او د دېوال په جوړولو کې هېڅ «زړه سوی» په پام کې نه دی نیولی شوی.

د څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، د یاد دېوال جوړېدو لپاره په داوطلبۍ کې شپږو شرکتونو ګډون کړی و او له دغو شرکتونو څخه د آی ایس (IS) په نوم شرکت تر ټولو ټیټ قیمت (نږدې ۹۱۵ زره امریکایي ډالر) ورکړی و، خو د ملي تدارکاتو کمېسیون د افغانستان د مخکیني مالیې وزیر محمدهمایون قیومي په لارښوونه «د موضوع استعجالیت لپاره» دغه پروژه د کیډ کان (KADCON) په نوم کمپنۍ ته په څه باندې ۱،۶ میلیون امریکايي ډالره منظور کړې ده.

سرچینه لیکي چې د یادې پروژې د تخنیکي څارنې لپاره یوه شرکت (KCE) ته نږدې ۶۵ زره ډالر، بل شرکت (ECS) ته د خاورې ازماېښت لپاره څه باند ۱۲زره ډالر، بل شرکت (KCS) ته د پروژې تخنیکي چارو د مشورې لپاره ۴۰ زره ډالر او د نورو حقوقي مشورو لپاره ډیلي پیپر (DLA Piper) شرکت ته ۲۳۵ زره ډالر ورکړل شوي دي.

د سرچینې په وینا، سفارت د اړیکو جوړولو په موخه ډیلي پیپر شرکت د ۲۰ زرو ډالرو په بدل کې په “غیرمعقول” ډول ګومارلی چې دا یوه سیاسي بنسټ ته لوی خطر دی.

د اداري فساد پر ضد د مبارزې څارنوالي، امریکا کې د افغانستان سفارت سره د اړیکو نیولو له مخې لیکلي چې له ډیلي پیپر شرکت سره د حقوقي مشورو لپاره مالیې وزارت تړون کړی، ترڅو سفارت د دغې کمپنۍ په واسطه خپلې اړیکې تنظیم کړي.

سرچینه زیاتوي چې د یاد دېوال جوړولو پروژې د سروې لپاره یو شرکت (VIKA) ته ۲۱۵۵۰ ډالره ورکړي او د انجنیرۍ جوړښت د خدمتونو لپاره بل شرکت (KCE) ته نږدې ۱۱۵ زره ډالر په پام کې نیولي و.

سرچینې لیکلي:”امریکا کې افغانستان سفارت له کوم دلیل پرته د لوړ قیمت شرکت ټاکلی او له بلې خوا د شرکت ټاکلو له پروسې د برکت الله رحمتي لرې کول او پر ځای یې د څرګند زوم [حارث انصاري] شاملول هم له فساد سره مستقمه اړیکه لري.”

د څارنوالۍ په صورت دعوه کې راغلي، د تدارکاتو کمېسیون پرېکړه کړې وه چې مالیه وزارت به د دېوال جوړولو لپاره د اړینې بودیجې په برابرولو، د بهرنیو چارو وزارت به د دېوال د رغولو اقدام کوي او د پروژې د تخنیکي او تطبیقي څارنې مسوولیت به شاد محمد څرګند لري.

یاده څارنوالي وایي چې د یادې قضیې څېړلو په موخه یې څرګند، رویا رحماني، د مالي وزارت مخکیني سلاکار یما نظامي او د بهرنیو چارو وزارت د املاکو مدیر اجمل حمیدي، جلب کړي، خو یوازې حمیدي څېړنو ته حاضر شوی دی.

څارنوالۍ د حمیدي له قوله لیکلي:”د ملي تدارکاتو کمېسیون د پرېکړې له مخې، د دېوال جوړېدو تدارکاتي پروسې او د پروژې تخنیکي، تطبیقي او څارنې مسوولیت څرګند ته ورکړل شوی چې هغه له سفارت سره په همغږۍ کارونه مخته وړي نو په دې اړه باید له هغه څخه توضیحات واخیستل شي.”

سرچینه زیاتوي:”څارنوالۍ د یادې قضيې په تړاو له بهرنیو چارو وزارت معلومات غوښتي خو وزارت ټول موارد د ولسمشر په سلاکار څرګند پسې تړلي دي.”

څارنوالۍ د څرګند له قوله ویلي:”زه افغانستان کې دنده نه لرم، یوازې یو ځل مې واشنګټن کې د افغانستان سفارت دیوال ارزونو او څار لپاره سفر کړی دی؛ زه قانونپوه نه یم، نو زه د قانوني او ناقانوني په اړه نه پوهېږم چې په اړه یې نظر ورکړم، خو له تخنیکي پلوه دیوال یو اړتیا ده.”

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۳۹۹ کال په تلې میاشت کې د شادمحمد څرګند په ګډون خپل ۱۷ سلاکاران له دندو ګوښه او د هغوی تشکیلات یې هم له منځه یوړل.

خو شاد محمد څرګند پژواک ته وویل چې دی د یادې پروژې د پیسو په برخه کې ښکېل نه دی او یوازې د یاد دېوال جوړولو په اړه یې ولسمشر ته ځینې تخنیکي مشورې ورکړې دي.

د ماليې وزارت پخواني وزیر محمد همایون قیومي، یادې څارنوالۍ ته ویلي چې ده په امریکا کې د افغانستان سفارت د فشار له امله د یاد دیوال د جوړولو موضوع یوازې د تدارکاتو کمېسیون د غونډې په اجنډا کې شامله کړې او ولسمشر د ملي  تدارکاتو ادارې ته لارښوونه کړې چې د یادې پروژې پروسې ته چټکتیا ورکړي.

هغه زیاته کړې:”خو دا په دې مانا نه ده چې د پروسې په ارزونو کې دې کمکاري وشي.”

دغه راز څارنوالۍ د نورو جزئیات اخیستو لپاره له څرګند او قیومې سره د ایمیل له لارې څلور نور استعلامونه هم شریک کړي خو ځواب یې نه دی ورکړی خو بهرنیو چارو وزارت د رویا رحماني څرګندونو په تړاو لیکلي چې رحماني ناروغه ده او د ځواب ویلو لپاره یوې اوونۍ وخت ته اړتیا لري.

پژواک دغه موضوغ له رحماني سره د واټسپ له لارې د وري په اتمه شریکه کړه، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.

یادې څارنوالۍ لیکلي :” اړینه تبصره: د ماليې وزارت مخکینی حقوقي سلاکار یما نظامي د څېړنو پاڼې ته نه دی حاضر شوی نو په دې اړه دې عندالاحضار قانوني تصمیم ونیول شي.”

د اساسي قانون په ۲۵مه ماده کې راغلي:”د ذمي برائت اصلي حالت دی. تر هغې چې د باصلاحیته محکمې په قطعي حکم متهم محکوم علیه ثابت نه شي، بې ګناه ګڼل کیږي.”

Visits: 1855

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.