ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چارو ادارې رییس د سکتوري ادارو د ستونزو او غوښتنو اورېدو لپاره کندهار ته سفر وکړ

د چارو ادارې رییس د سکتوري ادارو د ستونزو او غوښتنو اورېدو لپاره کندهار ته سفر وکړ

author avatar
4 Apr 2021 - 17:59
د چارو ادارې رییس د سکتوري ادارو د ستونزو او غوښتنو اورېدو لپاره کندهار ته سفر وکړ
author avatar
4 Apr 2021 - 17:59

کندهار (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۰): د چارو ادارې لوی رییس وايي، د کندهار په ګډون په ۱۷ ولایتونو کې د نامتوازنې پرمختیا له امله په تېرو اتلسو کلونو کې د ولس په غوښتنه او له اړتیا سره سم خدمات نه دي وړاندې شوي.

ډاکټر فضل محمود فضلي چې نن د وري په ۱۵مه یې کندهار ته سفر وکړ، دغه څرګندونې یې د کندهار له والي، بېلابېلو ادارو رییسانو او چارواکو سره په لیدنه کې وکړې.

له نوموړي سره په دې سفر کې د ښار جوړولو وزیر محمود کرزي، د لوړو زده کړو وزارت معین عبدالتواب بالاکرزي او د ولسمشر سلاکار جلال الدین سعید هم ملتیا کوله.

په دې غونډه کې د کندهار ولایت سکتوري رئیسانو په جلا- جلا ډول خپلې ستونزې او د خدمتونو او انکشافي پروژو د چټکتیا لپاره خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.

د پوهنې رییس محب احمد روښان وویل، د ۴ زره ښوونکو د تشکیل کمښت، د دیني مدرسو لپاره د ۱۳۰۰ ښوونکو او ودانیو کمښت، د کتابونو نشتوالی او نور یې عمده ستونزې دي چې دلته یې د پوهنې بهیر له ننګونو سره مخامخ کړی دی.

نوموړي غوښتنه وکړه چې په کندهار کې د معیاري ښوونې او روزنې په موخه دې یادې شوې ستونزې حل شي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد طاووس اشرف نادري وویل، په کندهار کې یوه ۱۰۰۰ بستیریز روغتون او د مور او ماشوم لپاره ځانګړي روغتون ته اړتیا ده چې پر ژمنو سربېره په دې برخه کې عملي کار نه دی شوی.

دغه راز نوموړي په ولسوالیو کې د روغتیايي خدماتو پراخ کمښت هم د یوې جدي ستونزې په توګه یاد کړ چې په دې برخه کې امکاناتو ته اړتیا ده.

د دې تر څنګ نوموړي غوښتنه وکړه چې د میرویس حوزوي او عینو مېنې روغتونونو تشکیل دې منظور شي، په کندهار کې دې د درملو او خوراکي توکو د تجزیې لابراتوار جوړ شي، عدلي طب ته دې پرسونل او تجهیزات ورکړل شي او روغتیاپالانو ته دې د بورسونو اسانتیاوې برابرې شي.

د کندهار ښاروال رفیع حیات وویل، په دې ولایت کې دې دیپلوماټیک ښارګوټي پر وړاندې خنډونه لرې شي، د ښاروالۍ په چوکاټ کې دې د استملاک چارې ګړندۍ شي، د میرویس نیکه او احمد شاه بابا کورونه دې په فني توګه ترمیم شي، د حضرت عمر بن خطاب جامع جومات تخنیکي او مالي ستونزې دې حل شي او دغه راز دې د کندهار په ۶ نورو ناحیو کې هم د ولسي تړون پروګرام پیل شي او د CIP پروګرام دې پراخ او چټک شي.

په دې غونډه کې یو شمېر نورو مسوولینو هم د ستونزو یادونه وکړه او د چارو ادارې له رییس څخه یې د هغو حل وغوښت.

د چارو ادارې رییس ډاکټر فضل محمود فضلي وویل، په تېرو ۱۸ کلونو کې د کندهار په ګډون په ۱۷ ولایتونو کې د نامتوازنې پرمختیا له امله د ولس په غوښتنه او له اړتیا سره سم خدمات نه دي وړاندې شوي.

ده زیاته کړه، په لویو ښارونو کې پرمختیايي نامتوازنوالی او اړتیاوو ته نه پاملرنه اساسي ستونزه ده.

هغه زیاته کړه، د ښوونځیو د ودانیو او ښوونکو د تشکیل د کمښت ستونزه به جدي تعقیب کړي او د ښوونکو تشکیل به د جمهوري ریاست مقام ته د منظورۍ لپاره واستوي خو د کندهار په ښوونځیو کې د زده کوونکو جذب باید زیات شي.

دغه راز ده وویل چې د ښوونځیو د ودانیو د کمښت ستونزه د اقرا پروګرام له لارې حل کېږي.

هغه یادونه وکړه چې د ستونزو او وړاندیزونو په نوم وړاندې شوي ټکي ټول لېست شوي، چې د اړوندو وزارتونو او ادارو په همغږۍ به ورته رسیده ګي وشي او که اړتیا وه د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې غونډو ته به واستول شي.

 

Visits: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.