ژبه

د کندهار ولایت مقام پر ودانۍ هاوانونه لګېدلي

توسط بشیراحمد نادم

اپریل 7, 2021 - 1:16 pm

Views: 211

کندهار (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۰): د کندهار ولایت مقام پر ودانۍ مرمۍ لګېدلې خو زيان نه لري.

دا پېښه نن (د وري ١٨مه) له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې رامنځته شوې ده.

د دغه ولايت يوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، دوه هاوانونه د ولایت مقام پر ودانۍ او دوه نور د جنرال عبدالرازق مقبرې ته څېرمه لګېدلي خو زیان نه لري.

دی وايي، دغه هاوانونه چې بم افګن یې هم بولي، د کلاشينکوف په وسيله توغول کېږي.

سرچینه دا د وسله والو کار بولي او وايي، پولیسو د پېښې په ځای کې څېړنې پيل کړې دي.

درې ورځې وړاندې هم د ولایت مقام ودانۍ ته څېرمه په خرقه مطهره کې هم دوه هاوانونه لګېدلي وو خو زیان یې نه درلود.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.