ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې یو موټربم هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړل شوی

author avatar
7 Apr 2021 - 12:30
author avatar
7 Apr 2021 - 12:30

کندهار (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۰): د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې یو موټربم چې غوښتل یې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې برید وکړي، له منځه وړل شوی دی.

د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند لومړي څارن جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه وسله والو د پنجوايي ولسوالۍ په صلوات سیمه کې د پولیسو پر امنیتي پوسته برید وکړ.

هغه زیاته کړه، له برید سره هم مهاله وسله والو غوښتل چې پر یاده پوسته د هاموې موټربم په وسیله چاودنه ترسره کړي چې پولیسو ورباندې ډزې کړې او هدف ته له رسېدو مخکې یې له منځه وړی دی.

بلخوا تېره شپه دوو وسله والو غوښتل د کندهار ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند د عیدګاه په سیمه کې ماین ځای پر ځای کړي.

بارکزی وايي چې یو ماین خښوونکی له پولیسو سره نښته کې وژل شوی او بل له یوه ماین سره په ټپي حالت کې نیول شوی دی.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Visits: 56

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.