ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هند کې د افغانستان زعفرانو د ترويج نړيوال کنفرانس جوړ شو

په هند کې د افغانستان زعفرانو د ترويج نړيوال کنفرانس جوړ شو

author avatar
7 Apr 2021 - 18:25
په هند کې د افغانستان زعفرانو د ترويج نړيوال کنفرانس جوړ شو
author avatar
7 Apr 2021 - 18:25

کابل (پژواک، ١٨ ورى ١٤٠٠): د هندوستان په ممبيي ښار کې د امريکا په مرسته د افغانستان زعفران د ترويج کنفرانس ګډونوالو هندي سوداګر وهڅول چې د افغانستان زعفرانو واردات ډېر کړي.

د هند په ممبيي ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ تجارتي اتشه عبدالنافع سروري پژواک اژانس ته وويل، دغه کنفرانس د افغاني زعفرانو د ترویج او ودې په موخه د افغانستان قونسلګرۍ د سوداګرۍ قانون د پراختیا پروګرام (CLDP) او د امریکا نړیوال انکشاف ادارې (USAID) په همکارۍ په انلاین ډول جوړ شو.

هغه زياته کړه چې له دغه کنفرانس څخه موخه د افغانستان زعفرانو د ترویج، ودې او د افغاني او هندي سوداګرو اتصال (نښلول) دی.

سروري وايي چې په دغه کنفرانس د يو اېس اى اې ډي مشره تينا دولي جونيس، په ممبيي ښار کې د امريکا قونسل ډيویډ جې رنز، د افغانستان صادراتو د پراختیا ریاست سرپرست ريیس بشیر بشردوست، په مهاراشترا کې د مختلفو سوداګریزو خونو مشرانو، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرانو، د افغانستان د ښځو سوداګریزو خونو مشرانو او د زعفرانو برخه کې تر سلو ډېر هندي او افغاني شرکتونو ګډون کړی و.

په ممبيي ښار د افغانستان  جنرال قونسلې ذکيې وردک د افغاني توکو، په ځانګړي ډول د افغاني زعفرانو پېرلو برخه کې د هندي سوداګرو له لېوالتيا مننه او قدرداني وکړه او هندي بازارونو ته یې د افغاني زعفرانو واردولو او پراختیا برخه کې ورباندې ټينګار وکړ.

ورپسې د يو اېس اى اې ډي ځايي مشرې ټينا هندوستان ته د افغاني صادراتو د زیاتوالي او ودې په اړه د خپل دفتر د پلانونو په هکله خبرې وکړې  او زیاته یې کړه چې د (USAID . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.