ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کابل هوايي ډګر څخه له لنډ ځنډ وروسته الوتنې بېرته پيل شوې

له کابل هوايي ډګر څخه له لنډ ځنډ وروسته الوتنې بېرته پيل شوې

author avatar
8 Apr 2021 - 19:18
له کابل هوايي ډګر څخه له لنډ ځنډ وروسته الوتنې بېرته پيل شوې
author avatar
8 Apr 2021 - 19:18

کابل (پژواک، ١٩ ورى ١٤٠٠) : په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموريت وايي چې کابل کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر کې د کيندنو پر مهال زاړه چاودېدونکي توکي موندل شوي دي.
د دغه ماموريت يوه چارواکي د وري په ١٩مه، پژواک اژانس ته وويل چې دغه چاودېدونکي توکي له پخوا وختونو څخه پاتې و.
ناټو ويلي چې هلته د کيندنو او بيارغونې پر مهال له ځغاست ليکې سره دغه چاودېدونکي توکي د ترکي ځواکونو له خوا وموندل شول او بيا ورته چاودنه ورکړل شوه.
سرچينې زياته کړې چې له لنډ ځنډ وروسته د کابل نړيوال هوايي ډګر څخه ملکي الوتنې بېرته پيل شوې.
له کابل څخه د الوتنو د ځنډېدو له امله افغانستان ته نن د پاکستان د پارلمان د مشر اسد قيصر په مشرۍ د پلاوي سفر هم وځنډېد.
د نوموړي الوتکه تر کابله رارسېدلې وه، خو له دې ځاى څخه بېرته ولېږل شوه.
د ولسي جرګې د رییس میر رحمان رحماني د دفتر مسوول فهیم کارګر، کابل ته د پاکستان د پارلماني پلاوي د سفر لغوه کېدل پژواک ته تایید کړل.

Visits: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.