ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني قره باغ ولسوالۍ کې د جګړې له امله سلګونه کورنۍ بېځایه شوې دي

د غزني قره باغ ولسوالۍ کې د جګړې له امله سلګونه کورنۍ بېځایه شوې دي

author avatar
18 Apr 2021 - 15:12
د غزني قره باغ ولسوالۍ کې د جګړې له امله سلګونه کورنۍ بېځایه شوې دي
author avatar
18 Apr 2021 - 15:12

غزني ښار (پژواک، ٢٩ ورى ١٤٠٠): د غزني په قره باغ ولسوالۍ د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د پرله پسې جګړو له امله سلګونه کورنۍ نورو سيمو ته بېځایه شوې دي.

وسله والو طالبانو څلور ورځې مخکې د قره باغ ولسوالۍ کلابنده کړې او له څو لورو يې بريدونه پرې پيل کړي دي.

د قره باغ اوسېدونکي محمد اکبر د وري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې د ولسوالۍ په بازار او نورو سيمو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.

هغه وايي: ((طالبان د بازار په شاوخوا سيمو کې ځاى پر ځاى شوي، خلک بازار ته نه پرېږدي چې له امله يې بازار هم تړل شوى دى.))

د هغه په وينا، په تېرو څو ورځو کې سلګونه کورنۍ له دې ولسوالۍ نورو سيمو ته کډه شوې دي.

همدارنګه د قره باغ د لايغ سيمې اوسېدونکي نصرالله پژواک ته وويل چې طالبانو د دې ولسوالۍ لايغ کلا، کلبي کلا، بهبود کلا، ګوډلې کلا او ځينې نورې سيمې نيولې او له هغه ځايه پر حکومتي ځواکونو بريدونه کوي.

هغه وايي: ((طالبانو ولسوالۍ ته تللې ټولې لارې بندې کړې او ماينونه يې په کې ځاى پر ځاى کړي دي.))

د قره باغ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمد انور په غزني ښار کې پژواک ته وويل چې دوه ورځې وړاندې يې کډه غزني ښار ته راوړې ده.

ده زياته کړه: ((زه د نسوخېلو اوسېدونکى يم، زموږ له سيمې، لايغ سيمې او ګوډلو ډېرو خلکو کډې بار کړې يو او بله خوا ځي، دا څو ورځې سخت جنګونه دي.))

همدارنګه د قره باغ بل اوسېدونکي شمس الله پژواک ته وويل: ((زما پر دوکان راکټ لګېدلى دى، لکونه تاوان راته اوښتى، اوس يې تاوان څوک راکوي طالب که حکومت؟))

د دې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې په دې ولسوالۍ د امنيت ټينګښت په موخه بايد پراخ عمليات ترسره شي.

په دې اړه د قره باغ ولسوال عبدالله خيرخواه پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ د پرله پسې جګړو له امله يو شمېر کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوې دي.

هغه وايي: ((طالبان د خلکو په کورونو کې ځاى پر ځاى شوي، له هغه ځايه پر ولسوالۍ او امنيتي ځواکونو ډزې کوي.))

همدارنګه د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال حکمت الله کوچى هم د قره باغ جګړه تاييدوي او وايي چې طالبان د خلکو په کورونو کې پټيږي نو ځکه دوى نه شي کولاى عمليات ګړندي کړي.

قوماندان وايي چې په قره باغ کې طالبانو له څو لورو بريدونه پيل کړي خو د حکومتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ دي او پرمختګ نه شي کولاى.

بلخوا د غزني د کډوالو رييس درمحمد سردارزوى وايي چې په تېرو څو ورځو کې له قره باغ ولسوالۍ شاوخوا اته سوه کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوې دي.

د نوموړي په وينا، له يوې سروې وروسته به له بېځايه شوو کورنيو سره مرستې ترسره شي.

بل لور ته طالبان هم د قره باغ جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو د قره باغ ولسوالۍ محاصره کړې چې تر اوسه ١٥ حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ماښام په قره باغ ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله څلور ملکي وګړي وژل شويدي.

Visits: 259

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.