ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اترا د طیفي الیکترو مقناطیسي امواجو د څار سیستم د اخیستلو قرارداد لاسلیک کړ

اترا د طیفي الیکترو مقناطیسي امواجو د څار سیستم د اخیستلو قرارداد لاسلیک کړ

author avatar
20 Apr 2021 - 21:13
اترا د طیفي الیکترو مقناطیسي امواجو د څار سیستم د اخیستلو قرارداد لاسلیک کړ
author avatar
20 Apr 2021 - 21:13

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۰): د سلو ورځو او سلو زېریو په لړ کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې رهبرۍ د هېواد د طیفي او الکترو مقناطیسي امواجو د څار او نظارت د مجهز ترین سیستم د اخیستلو قرارداد لاسلیک کړ.

دا تړون چې د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د اترا ادارې عمومي رئیس عمر منصور انصاري او د اکاشیا ټکنالوژۍ نړیوال شرکت د مشر ایمن ګومه تر منځ لاسلیک شو، چې له مخې به یې د ۲ اعشاریه ۶ میلیونه ډالرو په ارزښت یاده کمپنۍ افغانستان ته د سګنال پراسسوونکي وسایل او نړیوال پرمختللي تجهیزات برابر کړي.

د اترا ادارې عمومي رئیس په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، د قرارداد په اساس به په اترا اداره کې د فریکانس د نظارت يو مرکز په شپږو میاشتو کې جوړ او ورته به د الکټرومقناطیسي سګنالونو د څار يوه بشپړه ټکنالوجي راوړل شي، چې د ددغو سګنالونو د خپروونکو وسیلو د پلنيوي، جهت يابۍ او موقعیت معلومولو وړتیا به ولري.

د انصاري په وینا، د نظارت دغه مرکز لپاره پیرل شوی سیسټم د نړۍ ترټولو پرمختللې ټکنالوجي ده، چې د مخابراتو د نړيوال سازمان (ITU) پر معیارونو پوره برابر ده او د نړۍ په ۱۰۶ هیوادونو کې دا ډول ټکنالوجۍ تطبیق شوي دي.

ده زیاته کړه: ((دا به لومړی ځل وي، چې اترا د سپکټرم د نظارت په برخه کې له کاغذي اجراآتو الکترونیکی هغو ته اوړي. دا به زموږ د اجراآتو په سرعت، اغیزمنتوب او مثمریت کې خورا ډېره مرسته وکړي. د فریکانس د استفادې دقیق ارقام به راکړي، د غلا او غیرمجاز استفادې مخه به ونيسي او ددغې نادرې طبیعي پانګې په خوندیتابه او متحرکه استفاده کې به ګټور واقع شي.))

انصاري همدا راز ټینګار وکړ چې افغانستان  په تیرو شلو کلونو کې مجموعاً ۱۸۳ میګاهرټزه فریکانس توزیع کړی دی، چې له کبله يې دولت د کال نږدې ۲۷۳ ملیونه افغانۍ عواید ترلاسه کوي.

ده زیاته کړه اداره یې پلان لري چې په لومړي پړاو کې دغه ارقام ۳۰۰ میګاهرټزه ته ورسوي، او په تدریجي ډول يې توزیع لا زیاته کړي.

په غونډه کې د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني د اترا ادارې وروستي اقدامات او هڅې له تحرکه ډک وبلل او همدا راز یې د هېواد  فرېکانس د بهتر نظارت تر څنګ د ۴جي انټرنیټي خدمتونو په ژر تر ژره رسونه او د انټرنیټ د کیفیت او قیمت په ښه کولو یې هم ټینګار وکړ.

Visits: 228

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.