ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

علومو اکاډمي تېر کال ۴۹ عنوانه علمي- څېړنیز اثار چاپ او خپاره کړي

علومو اکاډمي تېر کال ۴۹ عنوانه علمي- څېړنیز اثار چاپ او خپاره کړي

author avatar
20 Apr 2021 - 12:32
علومو اکاډمي تېر کال ۴۹ عنوانه علمي- څېړنیز اثار چاپ او خپاره کړي
author avatar
20 Apr 2021 - 12:32

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۰): د افغانستان علومو اکاډمي په تېر يوه کال کې ۴۹ عنوانه علمي- څېړنيز اثار چاپ کړي او هوډ لري چې سږ کال هم په همدې شمېر کتابونه چاپ کړي.

د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رييس څېړنوال محمد اصف احمدزي د وري په ۳۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېر کال د پلان مطابق علومو اکاډمي د بشري، اسلامي او طبيعي- تخنیکي علومو په برخو کې علمي- تحقیقي کتابونه چاپ کړي دي.

ده زياته کړه، چاپېدونکی اثر د علومو اکاډمي نشراتي کمېسیون له خوا له ارزولو، تایید او ایډېټ وروسته چاپېږي.

د احمدزي په وينا، چاپ شوي کتابونه په پښتو او دري ژبو دي چې د علومو اکاډمي پر علمي پروژو سربېره د پښتونخوا او هم د ځينو کورنيو پوهانو او ليکوالو کتابونه هم شامل دي. ځينې کتابونه د ۵۰۰ او ځينې د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر چاپ شوي دي.

نوموړي د چاپ شوو کتابونه نومونه په لاندې ډول وښودل:

فرهنګي ادبي پېښلیک، د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې د پښتو ادب پرمختیایي بهیر څېړنه، تاثیر کود های کیمیاوی مرکب بالای حاصل نبات لوبیا، خط و دستور زبان اوستایی، دست آورد های عمده یک صد سال اخیر افغانستان، په افغانستان کې د فولکلور پېژندنې اړتیا، بررسی مسئله کمبود آب در شهر های بزرگ کشور و راه های حل آن، د ستورو چینې (لومړی ټوک)، رښتینې هڅې (دویم ټوک)، رښتینې هڅې (دریېم ټوک)، تعیین وقت مناسب بذر و تاثیر آن بالای مقدار حاصلات زعفران در شرایط کابل، په پښتو ادبیاتو کې د سریزې لیکنې دود او ارزښت، د سوات پښتو ادب او ثقافت، طرح ایجاد و سیستم مسافر بری سریع السیر در شهر کابل، د پروستات د سلیمي هایپر پلازیا د عملیاتي درملنې او له عملیات څخه وروسته د مقدمو اختلاطاتو څېړنه، په حقوقي او جنایي چارو کې د انکار احکام او اغېزې، د بیان آزادي د اسلامي شریعت له نظره، قرآن د بشریت لارښود، د فولکلور پوهنې سیمپوزیم، فلسفه اخلاق، بررسی مسکوکات و ظروف سفالی دوره کوشانی، تعیین برخی مشخصات اګرو تخنیکی توت زمینی در شرایط کابل، نفس و تاثیر آن در اصلاح و فساد انسان، حقوق تجارت «بیع قرض و حواله طلبات»، د افغانستان د سیمه ییزو اړیکو پنځه کلن پېښلیک «کرونولوژي»، وضعیت آب در آسیای مرکزی و ارتباط آن با افغانستان، د ادبیاتو فلسفه، د پښتني فولکلور چاپي مجموعو څېړندود، د ګوري ژبې د ولسي ادبیاتو شکل او مضمون، شیوع مرض لشمانیا و طرق جلوګیری آن در افغانستان، بررسی سلوک و کارنامه های الداعی الی الله مولانا محمد عطاءالله فیضانی، د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو خطي نسخو تحلیلي څېړنه، راه کار های حفاظت محیط زیست، په پښتونخوا کې پښتو لنډه کیسه، خط و دستور زبان اورمړی، د عبدالحنان داعي کلیات، امتزاج هنر ګریک و بودیک در جنوب هندوکش، هایدرو پولیتک افغانستان، مجموعه مقالات سیمینار (بدخشان در ګستره فرهنګ و تاريخ)، د اورمړی ژبې لیک لوست او ګرامر، خوشحال او شخصیات، شعر پوهنه، د پښتو او پشه یي ژبې ګرامري نږديوالی، نابغه خوشحال «د سیمینار د مقالو ټولګه»، حقوق آزادی ها و مکلفیت های اساسی افراد در قانون اساسی ۱۳۵۵ افغانستان، د ګوري ژبې الفباء، مسأله آب هلمند و مناقشات ناشی از آن با ایران، میر علی شېر نوايي (له انګريزي څخه پښتو ته ژباړه)، سرگذشت سیستان و رود هيرمند.

د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رييس وايي، د دغو کتابونو ترڅنګ علومو اکاډمي تېر کال د «پښتو لهجوي قاموس» شپږم، اووم او اتم ټوکونه هم چاپ او خپاره کړي دي.

د هغه په خبره، د يادو کتابونو په اړه لنډ معلومات وخت په وخت د علومو اکاډمي له فېسبوک پاڼې (د افغانستان د علومو اکاډمي) خپاره شوي او هم د همدغو کتابونو محتويات د علومو اکاډمي په وېبپاڼه (https://asa.gov.af/)  کې هم شته دي.

دی زياتوي، اکاډمي د هر علمي تخصص او مسلک لپاره لس علمي- څېړنيزې مجلې او دوه جريدې هم لري چې پر يادو شويو آثارو سربېره همدا مجلې هم په ۱۳۹۹ کال کې زياتره په ربع وار ډول خپرې شوې دي. دغه راز د زېري او تفکر جريدې هم په مياشتني ډول چاپ شوې دي.

نوموړي د دې مجلو او جريدو نومونه په دې ډول ياد کړل:

کابل (پښتو)، خراسان (دري)، اریانا (پښتو- دري)، باستان شناسی (پښتو- دري)، افغانستان (په انګلیسي ژبه)، سیمه ييز مطالعات (پښتو- دري)، طبیعت(پښتو- دري)، کوشانيان (پښتو- دري)، تبیان (پښتو- دري)، زېری (پښتو) او تفکر (د ورونو قومونو په ژبو، لکه اوزبيکي، ترکمني، نورستاني، پشه يي، پاميري، بلوچي.)

د احمدزي د معلوماتو له مخې، د دغو اثارو ځيني يې د علومو اکاډمي پر علمي غړو وېشل کېږي، ځينې يې د هېواد دولتي پوهنتونونو او عامه کتابتونونو ته وړيا ورکول کېږي او ځينې يې په بیه پلورل کېږي.

د افغانستان د علومو اکاډمي رييس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکېب وايي، د علومو اکاډمي هر کال د ځانګړې شوې بوديجې په اساس د اکاډمي د علمي غړو اړوند او هم له اکاډمۍ بهر د ځينو ليکوالو او څېړونکو کتابونه چاپوي چې له ښه مرغه تېر (۱۳۹۹) کال د اطلاعاتو او عامه اړيکو ریاست وتوانېد چې نږدې پنځوس کتابونه چاپ کړي.

هغه پژواک ته وويل، د دې کتابونو په چاپېدو سره له يوې خوا د هېواد د علمي- څېړنيزې برخې يوه لویه تشه ډکه شوه او له بلې خوا همدغه آثار د پوهنتونونو د استادانو او محصلينو لپاره مرستندوی آثار واقع کېدای شي.

دوکتور شکېب زياته کړه، علومو اکاډمي سږ کال (۱۴۰۰) هم په پام کې لري چې کابو پنځوس علمي- څېړنيز اثار چاپ کړي.

Visits: 103

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.