ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان په چاودنه کې پخوانی ښاروال او د ولسي جرکې د وکیلې خور وژل شوي

د بغلان په چاودنه کې پخوانی ښاروال او د ولسي جرکې د وکیلې خور وژل شوي

author avatar
21 Apr 2021 - 20:44
د بغلان په چاودنه کې پخوانی ښاروال او د ولسي جرکې د وکیلې خور وژل شوي
author avatar
21 Apr 2021 - 20:44

پلخمري (پژواک، د غویي لومړي نیټه ۱۴۰۰) : د بغلان ځایي چارواکي وایي چې د یوې چاودنې له امله د مرکزي بغلان پخوانی ښاروال او د ولسي جرګې یوه پخوانۍ کاندیده وژل شوي دي.

ځایي سرچینې وایي د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ پخواني ښاروال خواجه بابه صدیقي په کور کې شوې وه.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ د اداري چارو مسوول خواجه سعدالدین صدیقي د غویي په لومړۍ نیټه پژواک اژانس ته وویل چې نن له غرمې وروسته د پخواني ښاروال بابه صدیقي کورته څېرمه چاودنه وشوه

دی وایی په دغه چاودنه کې بابه صدیقي او مېرمن یې وژل شوي دي.

د یادې ولسوالۍ یوتن اوسېدونکی انارګل هم پژواک ته وویل دپخواني ښاروال بابه صدیقي او مېرمن یې د ماین په چاودنه کې چې په کور کې یې شوې مړه  شوي دي.

بلخوا د مرکزي بغلان ولسوال سید کمال وردګ وایي چې په یاده چاودنه کې له هرات ولایت څخه د ولسي جرګې پخوانۍ کاندیده  نسرین ستوده جګې د ولسي جرګې د وکیلې سیمین بارکزۍ خور ده، وژل شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په دې چاودنه کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ  پخواني ښار وال خواجه بابه صدیقي او د هغه د کورنۍ دوه غړي هم وژل شوي دي.

ولسوال دا هم وویل چې نسرین د بابه صدیقي میرمن نه ده ، بلکې له هراته میلمنه راغلې وه.

دیادې پېښې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې خودبغلان ولایت د امنیې قوماندانې ویاند احمد جاوید بشارت وایی دولت مخالفینو د مرکزي بغلان ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي کورترڅنګ نا چاوده توکو ته چاودنه ورکړې ذه

بشارت وایي په دغه چاودنه کې دیوې مېرمنې په ګډون دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي

خواجه بابه صدیقي په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ ښاروال وو او دمګړۍ یې دولتي دنده نه لرله.

 

Visits: 124

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.