ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حمیرا نوروزۍ: که سوله راغله په لرو پرتو سيمو کې هم د ښځو لپاره کتابتونونه جوړوم

حمیرا نوروزۍ: که سوله راغله په لرو پرتو سيمو کې هم د ښځو لپاره کتابتونونه جوړوم

author avatar
25 Apr 2021 - 10:34
حمیرا نوروزۍ: که سوله راغله په لرو پرتو سيمو کې هم د ښځو لپاره کتابتونونه جوړوم
author avatar
25 Apr 2021 - 10:34

لښکرګاه (پژواک، ۵ غويی ١٤٠٠): هلمند کې يوه نجلۍ چې د ښځو لپاره يې کتابتون جوړ کړى، وايي، لوستې ميندې ټولنې ته لوستي بچيان روزي چې لوستی اولاد بیا هېڅکله جګړې او فساد ته مخه نه کوي، بلکې سولې او پرمختګ ته کار کوي.

دغه نجلۍ چې ٢٢ کلنه ده، حمېرا نوروزي نومېږي، د هلمند ولايت اصلي اوسېدونکې ده، د نرسنګ په برخه کې يې زده کړې کړې او دا مهال د هلمند په ولايتي روغتون کې د نرسې په توګه دنده پرمخ بيايي.

حميرا نوروزي چې پر امانتي کتابونو يې د هلمند په مرکز لښګرکاه کې يواځې د ښځو لپاره کتابتون جوړ کړى، د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې کتابونه يې خپل نه دي، خلکو امانت ورکړي او دې په کتابتون کې ايښي دي.

هغې وويل: “زه چې کله روغتون کې اوسم، هلته له هر ځايه ښځې راځي، له ډېرو سره يې خاوند، پلار او ورور ظلمونه کړي وي، وهلې يې وي،  ټکولې يې وي، خو دوى هېڅ هم نه وايي او کله چې پوښتنه ترې وکړې وايي چې دا د هغوی حق دى.”

د حميرا نوروزي په اند، که چېرې دغو ښځو ته عامه پوهاوى وشي، د زده کړو او مطالعې زمينه ورته برابره شي، نو بيا پر دې پوهېږي چې هېڅوک حق نه لري د دوى پر وړاندې تاوتريخوالى وکړي.

حميرا وايي چې مطالعه د ژوند پر ټولو چارو ژور مثبت اغېز لرلاى شي او هر څوک چې ډېره مطالعه وکړي، تل به د خير، ښېګڼي او سولې لپاره فکر او هلې ځلې کوي.

هغې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: “سوله هغه شرايطو يا حالاتو ته ويل کېږي چې هلته د ژوند ټولو ارزښتونو ته درناوى وشي او خلک په يوه ارامه قانونمنده فضا کې ژوند وکړي او د نر او ښځې ترمنځ هېڅ ډول تبعيض موجود نه وي.”

د نوموړې په وينا، که چېرې افغانستان يوې باثباته او تلپاتې سولې ته لاسرسى پيدا کړ، د سړيو په څېر به ښځې هم په ټولو برخو کې د هېواد د پرمختګ او پياوړي کېدو لپاره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي.

نوروزي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: “که چېرې سوله وشي، په نورو ولايتونو، ان په لرو پرتو ولسواليو کې د ښځو لپاره کتابتونونه جوړوم، څو مطالعه وکړي او د ژوند په کچه کې به يې تغيیر راشي.”

همدا راز هغې دا هم وويل، که چېرې حالات ډېر خراب شي نو بيا به مجبوره شي چې کتابتون وتړي او په دې برخه کې به يې ټولې هيلې خاورې شي.

نوروزي وايي چې دا مهال په ورځ کې درې تر پنځو پورې ښځې کتابتون ته مراجعه کوي خو زياتوي چې د وخت په تېرېدو سره به د مطالعه کوونکو ښځو شمېر لوړ شي.

هغې وويل: “په کتابتون کې دننه مطالعه کول وړيا دي، خو که چېرې کتاب له ځان سره کور ته وړي نو بيا د يوې اوونۍ لس افغانۍ ترې اخلو.”

نوموړې له حکومتي مسوولينو او عامو خلکو غوښتنه وکړه چې د کتابتون په غني کولو خپلې مرستې ترې ونه سپموي.

حميرا نوروزي داسې مهال په هلمند کې کتابتون جوړوي چې د دغه ولايت پنځه ولسوالۍ له وسله والو طالبانو سره دي او له تېرو څو مياشتې راهيسې د مرکز لښکرګاه په ځينو سيمو کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په پرله پسې ډول جګړې روانې دي.

Visits: 105

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.