ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۲۰۶کسان په هېواد کې پر کرونا اخته شوي

په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۲۰۶کسان په هېواد کې پر کرونا اخته شوي

author avatar
28 Apr 2021 - 14:47
په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۲۰۶کسان په هېواد کې پر کرونا اخته شوي
author avatar
28 Apr 2021 - 14:47

کابل (پژواک، ۸ غويی ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا  ۲۰۶ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ۷ تنه يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د غويي په  ۸مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس  ۱۸۷۷ شکمنې پېښې معاینه شوې چې  ۲۰۶ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۵۹۵۷۶ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه پېښو کې ۲۰ په کابل، ۷۸ په ننګرهار، ۳۴کندهار،  ۶-۶ په پکتیا، بلخ، کندوز او نورستان، ۱۳میدان وردګ ، ۹-۹ په لغمان او پروان، ۲ په تخار، پنجشیر او زابل، ۱۵خوست او یوه په  کونړ ولايتونو کې ثبت شوې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۱۸۰  کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر  ۵۲۹۷۴ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله  ۷  کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ۲۶۱۸  ته ورسېد.

د يادونې وړ ده چې تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې  ۱۴۸ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه  ۱۲۶  ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٣،١ ميليون نور يې له امله مړه شوي دي.

Visits: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.