ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې تراوسه ۳۶زره کسانو ته د کرونا واکسين شوی

ننګرهار کې تراوسه ۳۶زره کسانو ته د کرونا واکسين شوی

author avatar
28 Apr 2021 - 13:03
ننګرهار کې تراوسه ۳۶زره کسانو ته د کرونا واکسين شوی
author avatar
28 Apr 2021 - 13:03

جلال اباد (پژواک، ۸ غويی ۱۴۰۰): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي چې دغه ولايت کې تراوس ۳۶زره کسانو ته د کرونا واکسين شوی او ټولو ولسواليو کې د واکسين اسانتيا برابره شوې ده.

مسوولو چارواکو دا څرګندونې د ننګرهار د والي په مشرۍ د کرونا ويروس له درېيمې څپې سره د مبارزې په موخه ځانګړې جوړه شوې غونډه کې وکړې.

دا غونډه چې نن د غويي په ۸مه ولايت مقام کې جوړه شوې وه پرمهال يې د عامې روغتیا ريیس ډاکټر نصیر احمد دراني وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۸۸ ټیسټونه کړي چې ۷۸ یې مثبت شوي دي.

هغه وویل چې د ماسک کارول، فاصلې مراعت کول، لاس وینځل، د خونو کړکۍ پرانیستې ساتل او یو شمېر نورې چارې ترسره کول د دې لامل کیږي چې قرنطین رامنځته کېدو ته اړتیا پیدا نه شي.

نوموړي زیاته کړه، د کرونا تجرید مرکز د دوه سوه ناروغانو د بستر کېدو او لابراتوار يې د درې سوه ټیسټونو کولو ظرفیت لري، ۱۲ سیارو ډلګیو ترڅنګ په ټولو ولسوالیو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو لپاره په کلینیکونو کې اسانتياوې رامنځته شوې دي.

نوموړی وایي، له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه ۳۶۰۱۰ تنو ته د ۱۱۶ تنو ګومارل شویو روغتیا پالو له لوری واکسین تطبیق شوی او د عامه پوهاوي په برخه کې له اړونده مسوولینو سره ګډ کار کوي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل مسوولینو ته د درملو انحصار او قیمتونو د لوړېدو مخنيوي ترڅنګ په خصوصي روغتونونو کې هم د کرونا ویروس لپاره د چمتوالي سپارښتنه وکړه.

امرخېل د حج او اوقافو ريیس ته لارښوونه وکړه چې د بیت الله شریف په څېر په ټولو جوماتونو کې د لمانځه پر مهال فاصلو مراعت کولو برخه کې عامه پوهاوی وکړي.

نوموړي د سکتوري خدمتونو رييس ته سپارښتنه وکړه چې ټولو ادارو کې د ماسک کارولو، له اړتیا پرته د لویو غونډو نه ترسره کېدو او د ضرورت پر مهال د مهمو غونډو پر مهال د فاصلو رامنځته کېدو په برخه کې اقدامات وکړي.

د ننګرهار والي د عامې روغتیا رييس ته سپارښتنه وکړه چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه هر اړخیز تدابیر، پلان او د پلان د تطبیق په موخه د بودیجې او نورو برخو اړوند وړاندیزونه ورسره شریک کړي.

Visits: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.