ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو افغاني الاصل امریکایي په جعلي اسنادو له افغان حکومت دسل میلیونه ډالرو قرارداد اخیستلو هڅه کړې وه

یو افغاني الاصل امریکایي په جعلي اسنادو له افغان حکومت دسل میلیونه ډالرو قرارداد اخیستلو هڅه کړې وه

author avatar
30 Apr 2021 - 21:37
یو افغاني الاصل امریکایي په جعلي اسنادو له افغان حکومت دسل میلیونه ډالرو قرارداد اخیستلو هڅه کړې وه
author avatar
30 Apr 2021 - 21:37

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۰) : یو افغاني الاصل امریکایي په جعلي اسنادو له افغان حکومت څخه د سل میلیونه ډالرو په ارښت د برښنا قرارداد اخیستلو هڅه کړې وه.

د  امریکا د کالیفورنیا ایالت اوسیدونکي سید اسماعیل امیري، په محکمه کې  اعتراف کړی، چې د ۱۰۰میلیون ډالرو په ارزښت د بریښنا د سبستیشنونو د جوړولو په یو قرارداد کې د جعلي اسنادو په وړاندې کولو سره یې هڅه کړې چې د افغانستان حکومت وغولوي.

دغه ۳۸ کلن کس په لاس انجلس کې په یوه فدرالي محکمه کې په خپل جرم اعتراف وکړ.

دامریکا غږ د راپورله مخې، ټاکل شوې چې د هغه سزا د اګست په میاشت کې اعلان شي چې ښایي ۲۰کاله بند وي.

فدرالي څارنوالانو ویلي دي چې پدغه قضیه کې د Assist Consultants Incorporated په نوم د ښاغلي اسماعیل افغاني شرکت دخیل و.

امیري او نورو شرکتونو په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې هڅه وکړه چې دغه قرارداد ترلاسه کړي، خو دغه شرکت د خپلې کاري سابقې په هکله او د هغه څخه د ملاتړ لپاره غلط اسناد وړاندې کړي وو چې د شرایط وړ وګڼل شي.

څارنوالانو ویلي دي چې دغه شرکت ادعا کړې وه چې په یوګندا کې د سمنټو د یوې فابریکې د سبستیشنونو او په نایجریا کې د منسوجاتو د یو شرکت په قرارداد کې دخیل و، پداسې حال کې چې هیڅکله یې د افریقا په وچه او یادو شرکتونو کې کار نه و کړی.

ځایي چارواکو ویلي، وروسته له هغې چې د افغانستان د بریښنا شرکت امیري شرکت د کاري سابقې د تائید په موخه د زیاتو معلوماتو غوښتنه وکړه، ښاغلي امیري ورته د یوګندا د حکومت یو مقام ته منسوب یو لیک، اسناد، تصویرونه او بانکي ریماردونه چې ټول جعلي وو ولیږل.

اسماعیل امیري وروسته له هغې چې په کابل کې د امریکا په سفارت کې یې د قانون د پلي کولو له ځواکونو سره ولیدل، ددغه قرارداد د ترلاسه کولو هڅه یې وځنډوله او ترې ووت.

Visits: 1606

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.