ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هغه خبر چې طالبانو د بهرنیو ځواکونو له اډو ساتنه کړې، بې ثبوته ادعا ده

هغه خبر چې طالبانو د بهرنیو ځواکونو له اډو ساتنه کړې، بې ثبوته ادعا ده

author avatar
1 May 2021 - 18:14
هغه خبر چې طالبانو د بهرنیو ځواکونو له اډو ساتنه کړې، بې ثبوته ادعا ده
author avatar
1 May 2021 - 18:14

کابل (پژواک، ١١ غويى ١٤٠٠): طالبان هغه راپورونه ردوي چې ګواکې دوی په تېر یوه کال کې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له پوځي اډو ساتنه کړې ده، خو حکومت وايي چې طالبان د واک ترلاسه کولو لپاره له هرې ممکنه لارې کار اخلي.

ادعا: طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له پوځي اډو ساتنه کړې

رویټرز خبري اژانس د درېیو لوېدیځو چارواکو په حواله پرون (د غويي ۱۰مه) راپور ورکړی چې وسله والو طالبانو د تېر څه باندې یوه کال په اوږدو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پوځي اډو ساتنه کړې ده.

د یاد راپور له مخې، د وسله والو طالبانو له خوا په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو د قرارګاوو امنیت نیونه له امریکا سره د دې ډلې د دوحې سولې تړون د یوې پټې ضمیمې پر اساس شوې ده.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې مهاله د دغې پټې ضمیمې موجودیت او په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بهرنیو ځواکونو د قرارګاوو د امنیت نیونې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د امریکا غږ پښتو وېبپاڼې او ویسا ورځپاڼې هم دغه خبر د یاد اژانس په حواله خپور کړی دی.

د امريکا غږ د راپور له مخې، دوو لوېدیځو چارواکو چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، رویټرز ته ویلي چې وسله والو طالبانو امريکا ته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر مرکزونو د داعش په ګډون د نورو وسله والو ډلو د بریدونو مخنیوي وړاندیز کړی و چې د واشنګټن له خوا ومنل شو.

حقیقت موندنه:

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم نن (شنبه) په خپلې ټويټرپاڼې کې یاد راپورونه رد کړل.

ده لیکلي: “کوم تبلیغات چې په ځینو رسنیو کې د اسلامي امارت د مجاهدینو له خوا د اشغالګرو د اډو د ساتنې په اړه ښکته پورته کېږي، بې اساسه تبلیغات دي، هېڅ حقیقت نه لري.”

د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب بیا نن کابل کې خبري ناستې ته وویل چې حکومت د یادې مسئلې په اړه خبر نه و.

دی وايي: “په دې کې هېڅ شک نشته چې طالبان د واک ترلاسه کولو لپاره له هرې ممکنه وسیلې- چې باداران یې وايي- کار اخلي او هغوی ته هېڅ شی استثنا نه شي کېدای.”

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او وسله والو طالبانو ترمنځ د دوحې تړون له لاسلیک وروسته د امریکايي ځواکونو په وینا، تر دې مهاله په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له خوا هېڅ امریکايي سرتېری نه دی وژل شوی.

پایله: ځینو رسنیو د رویټرز خبري اژانس په حواله راپورونه خپاره کړي چې طالبانو افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له پوځي اډو ساتنه کړې ده، خو طالبان دغه راپورونه “بې اساسه تبلیغات” بولي.

پرېکړه: هغه راپور چې طالبانو هېواد کې د بهرنیو ځواکونو له پوځي اډو ساتنه کړې، بې ثبوته ادعا ده

Visits: 361

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.