ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د احمدزیو سراسري شورا د لوګر پيښې په غبرګون کې د ملي قیام ګواښ وکړ

د احمدزیو سراسري شورا د لوګر پيښې په غبرګون کې د ملي قیام ګواښ وکړ

author avatar
4 May 2021 - 21:11
د احمدزیو سراسري شورا د لوګر پيښې په غبرګون کې د ملي قیام ګواښ وکړ
author avatar
4 May 2021 - 21:11

کابل(پژواک۱۴ چنګاښ ۱۴۰۰): د احمدزيو سراسري شورا وايي، که حکومت یې غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي، نو ملي قيام به وکړي.

داحمدزيو سراسري شورا، د سویل ختيځ زون سراسري شورا، دلوګر سراسري شورا، د لوګر وکيلانو ، سناتورانو، د لوګر ولايت رهبري پلاوي او ازرې ولسوالۍ د قومي مشرانو له لوري د لوګر د وروستۍ پېښې د وژل شوو کسانو  فاتحه نن د (چنګاښ په ۱۴مه) د کابل په عيدګاه جومات کې واخيستل شوه.

له يادو مراسمو وروسته د احمدزيو سراسري شورا رييس نقيب الله احمدزي په يوه خبري کنفرانس کې خبريالانو ته وويل چې ولس د ظلم ښکار دی او په حکومت کې شته خلک د خلکو ستونزې نه هواروي.

نوموړي وويل چې لوګر ولايت د امنيت له پلوه تر ټولو ښه ولايت  و، خو په وروستيو کې يې امنيت تر ډېره خراب شوی دی.

هغه زياته کړه، په وروستۍ پېښه کې ملکي خلک وژل شوي دي، خو حکومت تر اوسه هیڅ اقدام نه دی کړی.

نقیب الله وایي: (( چاته وژاړو، له چا نه وژاړو، د خپل مظلوميت غږ تر چا ورسوو، پرته له خدای نه هېڅوک مددګار نه دی پاتې)).

ده پر حکومت غږ وکړ ، که غوښتنې یې ونه منل شي داسې ملي قيام به رامنځته کړې، کومو قيامونو چې شوروي او امريکا ماته کړې ده.

دغه راز د د لوګر ولايت پخواني والي حکم خان حبيبي په ياده غونډه کې وويل، چې افغانانو ۴۰ کاله په جنګ کې تېر کړل او نور ددې توان نه لري چې د غم ټغر وزغمي.

د نوموړي په وينا، د جنګ دواړه لوريو ته  چې کوم کسان وژل کيږي دواړه افغانان دي او نور دې بايد دې پردی تپل شوې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

ده وويل، روانه جګړه هېڅ ډول شرعي حکم نه لري نو ځکه دې ټولې خواوې د خلکو او هېواد لپاره د تل پاتې سولې هوکړې ته سره ورسيږي.

هغه زياته کړه چې دوی د حکومت ملاتړ کوي خو په داسې حال کې چې بايد دولتي دستګاه د فاسدو چارواکو له شتونه پاکه شي.

هغه په نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغان وژنې د مخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي او د تشو اعلاميو له خپرولو دې ډده وکړي.

دغه راز په  دې اړه يوې بلې جوړې شوې غونډې ته له ننګرهار څخه راغلې مدني فعالې مقدسې احمدزۍ وويل، چې لوګر کې د وروستی پېښې په اړه له حکومت څخه د هغوی د بېغورۍ حساب غواړي.

دې وويل، حکومت دې د لوګر د امنيت، د لويو لارو د خلاصولو او له طالبانو څخه د پاکولو لپاره جدي اقدامات وکړي.

هغې زياته کړه ، که چېرې يې حکومت  غوښتنو ته ځواب ونه وايي او اقدام ونه کړي نو خپلو مدني حرکتونو او پرلتونو ته به دوام ورکړي .

 

Visits: 2696

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.