ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٣٤ کسان پر کرونا اخته شوي

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٣٤ کسان پر کرونا اخته شوي

author avatar
4 May 2021 - 14:42
په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٣٤ کسان پر کرونا اخته شوي
author avatar
4 May 2021 - 14:42

کابل (پژواک، ١٤ غويی ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٣٤ مثبتې پېښـې ثبت شوې او شپږ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د غويي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٠٧٨ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٢٣٤ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٦٠٧٩٧ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه پېښو کې ٨١ په ننګرهار، ٣١ په کابل، ٢٤ په کندهار، ٢٣ په بلخ، ١٤ په پکتيا، ١٣ په غزني، ١٢ په هلمند، ١١ په نيمروز، ٧ په میدان وردګو، ٤-٤ په کونړ او زابل، ٢-٢ په کندوز، بدخشان، پروان او اروزګان او ١-١ په تخار او پکتيکا ولايتونو کې ثبت شوې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٣٣ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٥٣٦٩٤ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٦ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢٦٥٤ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٥٤ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٢٧ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٣،٢ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.