ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هند کې ١٨٥ افغانان د کرونا له امله مړه شوي

په هند کې ١٨٥ افغانان د کرونا له امله مړه شوي

author avatar
11 May 2021 - 16:59
په هند کې ١٨٥ افغانان د کرونا له امله مړه شوي
author avatar
11 May 2021 - 16:59

کابل (پژواک، ٢١ غويى ١٤٠٠) : په هندوستان کې د افغانستان سفارت وايي چې د کرونا ويروس له امله په دغه هېواد کې ١٨٥ افغانان مړه شوي دي.
په نوي ډيلي کې د افغانستان د سفارت کلتوري آتشه اجمل عالمزي د غويي په ٢١مه، پژواک اژانس ته وويل چې د کرونا له امله د هندي وګړو ترڅنګ افغانان هم زيانمن شوي دي.

هغه زياته کړه، تراوسه په دغه هېواد کې تر دوه زرو ډېر افغانان پر کرونا اخته او شاوخوا ١٨٥ تنه له کرونا څخه مړه شوي دي.
عالمزي وويل چې تر اوسه ٢١ افغان کډوال،  دوه افغان محصلين او ١٦٢ افغان سيکان او هندوان د  کرونا له امله مړه شوي دي.

نوموړى وايي چې د افغانستان سفارت په بېلا بېلو برخو کې هڅه کوي، څو هلته له مېشتو افغانانو سره مرستې وکړي.

د هغه په وينا، دوى له مرکز سره په  اړيکه کې دي چې څه ډول له افغانانو سره مرستې وشي، د عامه پوهاوي په برخه کې يې فعاليتونه کړي او افغانانو ته يې د واکسين او درملو په رسولو کې هم  تر خپله وسه کار کړى دى.

عالمزی وایي چې تر ۴۰۰ زایاتو کورنیو ته یې د روغتیاي او خوراکي موادو د مرستې زمینه هم برابره کړې ده.

د افغان سفارت کلتوري اتشه وويل، دوى هڅه کوي چې په نوي ډيلي کې د افغانانو لپاره يو ځانګړى روغتيايي مرکز هم جوړ کړي.

د يادونې ده، چې په هندوستان کې د کرونا وبا په تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده، هره ورځ تر ٤٠٠زره کسان پرې اخته او څلور زره یې له امله مړه کېږي.

تر اوسه هندوستان کې شاوخوا ٢٣ ميليونه کسان پر کرونا اخته او تر ٢٤٠زره کسان مړه شوي دي.

 

Visits: 231

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.