ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هېواد کې د کرونا ۲۶۱ تازه پېښې ثبت شوې دي

هېواد کې د کرونا ۲۶۱ تازه پېښې ثبت شوې دي

author avatar
13 May 2021 - 15:16
هېواد کې د کرونا ۲۶۱ تازه پېښې ثبت شوې دي
author avatar
13 May 2021 - 15:16

کابل (پژواک، ٢٣ غويى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٦١ مثبتې پېښـې ثبت شوې او پنځه کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٢٥٢ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٢٦١ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٦٣٣٤٩ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت معلوماتو له مخې، په تازه پېښو کې ٨٣ په کندهار، ٧٤ په کابل، ٣٢ په ننګرهار، ١٩ په وردګو، ١٥ په لوګر، ١٣ په بلخ، ٨ په پروان، ٦ په کندوز، ٤ په کاپيسا، ٣ په پنجشير، ٢ په کونړ او ١-١ په بدخشان او لغمان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٩ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٥٤٦١٩ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله پنځه کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢٧٣٠ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٦١ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٣٣ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٣،٣ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

Views: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.